کابل: له طالبانو سره په خبرو اترو کي پرمختګ سوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبهاعلان
که څه هم له طالبانو سره د سولي خبري اتري په رسمي ډول ادامه نه لري خو د سولي د پروسې د خبرو اترو د مشر معصوم ستانکزي په وینا، طالبان بیرته دې ته راګرځېدلي دي چي د سولې په خبرو اترو کي برخه واخلي. ستانکزي د یکشنبې په ورځ وویل چی دی په دې اړه خوشبینه دئ چي د افغانستان د کړکېچ له پاره به د حل یوه سیاسي لار پیدا سي. دا چي دغه حل به د ۲۰۱۴ کل تر پایه کله چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي رامنځته سي او که نه، په دې اړه ده څه نه دي ویلي. طالبانو د سولې په اړه خبري اتري د روان کال په مارچ کی په ټپه درولي وې. په خپله معصوم ستانکزی د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په مياشت کي هغه وخت سخت ټپي سو، چي د سولي د عالي شورا د هغه وخت پر رئیس برهان الدین رباني باندي وژونکی برید تر سره سو.