1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل يو بې ادرسه ښار

امين بهراد/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۷, جمعه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي له يو ځو محدودو ځايونو پرته ټول ښار پتي يا آدرسونه نه لري. خو معلومي پتي د يوه ښار له ځانگړتياوو څخه وي. د نورو هيوادونو پلازمېني د دې له پاره چي هر څه ژر پيداسي ډيري ساده پتي لري.

https://p.dw.com/p/18Zoh
Afghans are traveling with horse cart in Mazar-e-Sharif city in north of Kabul, Afghanistan.08.07.2012.Photo :(Mukhtar Wafayi-DW) Mr. Muklhtar wafayi is one of freelancer writers of DW in Afghanistan and we have right to publish his handout photos.
Afghanistan Pferdetaxi Pferdewagen Kutsche Sulki Kabulانځور: DW/Mukhtar Wafayi

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چي اوس ئې د دغه ښار د پتو جوړولو اقدام کړی دئ. د کابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي، چي کاري ډله ئې اوس تلاښ کوي چي د دغه ښار پتي جوړي او عملي کړي.

نو اندېش دا خبره تائيد وي چي کابل هغه ښار دئ چي پته نه لري. که څه هم گرځنده تليفونو تر ډيره ځايه پوري دغه ستونزه حل کړې ده، خو پوستي امانتونه بيا پتو ته اړتيا لري. دغه راز بېړني خدمتونه، لکه اور وژنه، امبولانس او پوليس د پيښو پرمهال دقيقو پتو ته اړتيا لري.

د کابل ښار وال وايي: «موږ داسي يوه طرحه جوړه کړې ده، چي له مخي ئې په لومړي قدم کي د څلورمي او لسمي ناحيې ټول کورنه نمره سوي دي. افغان بيسيم مخابراتي شرکت حاضر سو چي د دغو کورونو د نمره ايښولو له پاره کوچنۍ لوحې جوړي او پر کورونو باندي ئې ځوړنده کړي. دغه کار اوس روان دئ کيدای سي ليدلي مو وي، چي څوومه ناحيه او څووم کور.»

د ښاروال په خبره په پلان کي ده چي د هري کوڅي په خوله کي د يادي کوڅي د ټولو کورونو نمرې پر يوه لوحه باندي وليکل سي.

د دغي پروسې له پيلېدو څخه نزدې یو کال تيريږي خو بيا هم په پوره اندازه کار پر مخ نه دي تللی او د کابل او هغه خلک چي له نورو ولايتونو څخه دغه ښار ته راځي شکايت کوي چي د پتي پيدا کولو په برخه کي له ستونزو سره مخامخ دي.

په کابل کي يوه کوڅه
په کابل کي يوه کوڅهانځور: picture alliance / landov

يو تن چي خپل نوم روح الله کريمي ښيي او وايي چي د ايران څخه تر راستنېدو وروسته له يوه کال راهيسي په کابل کي ژوند کوي تر اوسه پوري په دغه ښار کي ستونزي لري:

«له دغه اړخه د کابل ښار ډيري ستونزي لري. ما مزارشريف او هرات ښارونه ليدلي دي هلته وضعيت تر دې ځای ډېر ښه دئ. که تاسو غواړی چي د کابل يوې سيمي ته ولاړ سي نو له ځان سره بايد يو بلد سړی بوزي، که نه نو مقصد ته نه سي رسېدلای.»

په کابل کي د نفوس ډيروالي او نوو ښارگوټو جوړېدو ته په کتو سره د بې ادرسۍ (د پتي نه شتون) ستونزه نوره هم ډېره سوې ده. د کابل يو بل اوسېدونکی محمود نيوکه کوي، چي نوي جوړي سوي محلې نه يوازي پته نه لري، بلکي سمي لاري هم نه لري. هغه له مسئولو چارواکو څخه غواړي چي ژر تر ژره دغي ستونزي ته پاملرنه وکړي.

«موږ تر اوسه له څو جادو پرته نور داسي څه نه دي ليدلي چي ښاروالۍ دي په دې برخه کي کړي وي. خو زه له خلکو غوښتنه کوم، چي په داسي حال کي چي ښاروالي دې ته پاملرنه نه کوي، خپله دي خلک دغه ټکي په پام کي ونيسي تر څو له ستونزو يا خدای مه کړه ناورين سره مخامخ نه سي.»

په کابل کي کورنيو جگړو چي د ښار مرکزي سيمي يې ويجاړي کړې او په وروستيو کلونو کي چي په دغه ښار کي بې پلانه ښارگوټي جوړ سوي دي دغه ستونزه ئې نوره هم ډيره کړې ده.