1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: پاکستان دي له کډوالو سره سياسي لوبه نه کوي

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه

پاکستان پريکړه کړې وه، چي د جولای د میاشتي له لومړۍ نېټې څخه به له خپل هيواد څخه ټول ناقانونه افغان کډوال وباسي.

https://p.dw.com/p/15OqN
انځور: AP

اسلام اباد څه باندي یوه میاشت دمخه پریکړه وکړه، چي پس له دې به په خپله خاوره کي شاوخوا یو ميلیون ناقانونه افغان کډوال اوسیدو ته پرېنږدي.

دا په داسي حال کي ده، چي افغان حکومت بيا ددغه شمیر بيرته راستنېدونکو کډوالو د میشتیدو له پاره چمتو والی نه لري.

اسلام آباد تور لګوي چي په هيواد کي ئې د وروستیو نا امنیو تر شا د هغو افغانانو لاس دئ چي په ناقانونه توګه په دغه خاوره کي اوسیږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چي دوی له اسلام آباد او د ملګرو ملتونو د کډوالوچارو له کمشنرۍ سره په یوه ګډه غونډه کي له پاکستان څخه غوښتي ول، چي په یوه واري، له خپلي خاوري څخه افغانان و نه باسي، ځکه چي په هيواد کي دننه لا ورته هغسي شرایط چې باید وای نه دي برابر شوي.

د دغه وزارت وياند اسلام الدین جرات په وینا نا امني، د سرپناه نه شتون او بې کاري هغه ستونزي دي چي هیواد ته د کډوالو په را ستنیدو هغوي ورسره مخامخ کیږي.

د جرات په خبره چي ګاونډی اسلام آباد باید له افغان کډوالو سره د سیاست په ژبه خبري و نه کړي، بلکي هغوی د بشري او ګاونډي توب د اصولو پر اساس د حالاتو تر برابریدو پوري په خپله خاوره کي پریږدي:

«که چیري، هغوی له افغان کډوالو سره سیاسي برخورد وکړي، بیا نو زموږ حکومت مکلف دئ، چي د خپلو اتباعو د حقونو د خوندي کولو له پاره په هيواد کي دننه او د باندي ټولي دیپلوماتي لاري چاري ولټوي، خو هیواد ته په را ستندیدو سره به له ډیرو ستونزو سره هم حکومت او هم را ستندیدونکي افغانان مخامخ شي.»

رسمي شمیرې ښيي چي اوس مهال شاوخواه دوه ميلیونه افغانان په پاکستان کي اوسیږي چي نیمايي ئې هلته د استوګني قانوني اسناد نه لري.

د دغو کډوالو د په خپله خوښه ستندیدو له پاره دمګړۍ یو درې اړخیزکمېسیون چي پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو سازمان ئې غړی دئ شتون لري. خو داسي ښکاري چي د درې اړخیزه کمېسیون پريکړي هم په ځینو مواردو کي د پاکستان له لوري نه دي منل شوي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنرۍ ویاند نادر فرهاد د دغه کمېسیون د وروستیو پریکړو په اړه وایي، چي دوی یوازي د هغو افغانانو د حقونو د خوندي کولو دنده لري، چي په قانوني توګه د پاکستان په ګډون د نړۍ په نورو ملکونو کي اوسیږي.

د ښاغلي فرهاد په وینا کومي پریکړي چي درې اړخیز کمېسیون کړي دي، یوازي د هغو افغانانو په باب دي، چې په قانوني ډول په پاکستان او ایران کي اوسیږي.

نوموړی ټینګار کوي، چي د پاکستان دولت باید اوس مهال د افغانانو پر وړاندي له زغم څخه کار واخلي:

«هرهغه پریکړه چي افغان دولت ئې په پاکستان کي د خپلو ناقانونه وګړو د قانوني کولو له پاره تر سره کوي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنري ئې هرکلی کوي، خو لومړی باید دغه افغانان د قانوني میشتیدو لاس وندونه ترلاسه کړي.»

تر اوسه پوري په دقیقه توګه نه ده معلومه چي افغان دولت به د هغو افغانانو له پاره د ملک په دننه کي څه اسانتیاوي برابري کړي، چي ټاکل شوې ده له نن ورځي څخه به د پاکستان له بېلا بېلو ښارونو را و ایستل شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل