1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: پاکستان طالب مشران خبرو ته حاضرولای سي

۱۳۹۰ مرداد ۱۷, دوشنبه

افغان دولت وايي، چي ګاونډی پاکستان کولای سي چي د دوی او طالب مشرانو تر منځ د سولي خبرو له پاره مستقيم فرصت برابر کړي. خو کار پوهان بيا په بل نظر دي.

https://p.dw.com/p/12Ckd
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودينانځور: AP

د بهرنيو چارو وزارت معين جاويد لودين او ورسره پلاوي دغه غوښتنه په اسلام آباد کي مطرح کړې ده. کابل وايي د طالبانو ډير کليدي مشران په پاکستان کي پټ دي.

د افغانستان لوړ پوړی پلاوی، چي د پاکستان، امريکي او افغانستان تر منځ د خبرو له پاره اسلام اباد ته تللی و دا وار يې د سولي او ملي روغي جوړي پر مسايلو باندي بحثونه کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی چي اسلام آباد ته يي د دغه پلاوي د سفر په باب خبريالانو ته معلومات ورکول وويل امريکا، پاکستان او افغانستان پر دې ټينګار وکړ، چي څنګه سيمي ته سوله راتلای سي او په وړانډي يي ګونګ ټکی کوم دی.

ښاغلي موسي زی وايي، افغان او امريکايي پلاوي په دغه غونډه کي د افغانستان د ملي مصالحي په پروسي کي د اسلام آباد رول ډير مهم و ارزاوه او ټينګار يي وکړ، چي اسلام آباد بايد دغه رول ولوبوي.

د کارپوهانو په اند پاکستان ظاهراً په وار وار د افغانستان د سياسي روغي جوړي له بهير سره د مرستي ټټر وهلی، خو په عمل کي يي بيا په دغه برخه کي کليدي ټکي له مينځه وړي.

د هغوی په خبره په پاکستان کي د طالبانو د عمده مشر ملا عبدالغني برادر توقيف د افغان دولت د سولي د بهير په وړاندي د پاکستان يو بل سبوتاژ بلل سوی.

برادر هغه وخت د پاکستان استخباراتو توقيف کړ چي له افغان حکومت سره يې اړخ لګولو ته تابيا نيوله.

د افغانستان د خارجه چارو وياند جانان موسي زی په واضح ډول د بن په راتلونکې غونډه کي د طالبانو د ګډون په وړاندي د افغان دولت شرط په ډاګه کړ.

موسي زي وويل، چي طالبان دغي غونډي ته د ورتلو وړ شميرل کيږي خو يو شرط موجود دی.

« د افغانستان له خوا به يو واحد پلاوی وي، نور ټول هغه افغانان چي په بن کي ګډون کوي د دغه هيئت په تشکيل کي به شامل وي، که چيري د بن په راتلونکي کنفرانس کي طالبان، چي اوس د افغان حکومت مخالفين دي ګډون ته ليواله وي نو د حکومت د پلاوي برخه به وي».

افغان حکومت تمه لري چي په راتلونکو څو اونيو کي به د ملي مصالحي په لاره کي مهم ګامونه پورته کړي.

د طالبانو پخوانی چارواکی او د سولي د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني هم همدا اونۍ رسنيو ته ويلي وو چي طالبان اوس خبرو اترو ته ليواله دي او د سياسي ډيالوګ لاره غوره بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل