1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل په نړي کي د سالداني د ناروغي پلازمينه ونومول شو

۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعه

دغه ناروغي د انسان جلد شڼوي او څيره يي بدلوي. د افغانستان د سري مياشتي وياند، وليد اکبر د اسوشيتد پرس خبري آژانس ته وويل په ټول کابل کي يو کلينيک موجود دي چي د دغي ناروغي درملنه کوي.

https://p.dw.com/p/PfNG
دا یو افغان ماشوم دی چی پرمخ یی سالدانه را پیدا شوی، که چیری درملنه یی ونه شی، ښایی خپله خيره له لاسه ورکړی
دا يو افغان ماشوم دی چی پرمخ يی سالدانه را پيدا شوی، که چیری درملنه يی ونه شی، ښايی خپله خيره له لاسه ورکړیانځور: AP

د افغانستان د روغتيا د وزارت چارواکو د چهارشنبه په ورځ د نړيوالو مرستندويو هيوادونو او سازمانو څخه د پرازيتي ناروغيو د درملني په اړوند، د مرستي غوښتنه وکړه. د دي چارواکو په حواله دغو ناروغيو د ميليونو افغانانو روغتيا تر تهديد لاندي نيولي ده.

د افغانستان د روغتيا وزيري، ډاکتر ثريا دليل، ويلي دي چي نړيوال بايد دغي مسألي ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. هغه وويل : «د نوموړي ناروغي د درملني د لوړ لګښت له امله مونږ نه شو کولاي چي هغه په عادي روغتيايي خدماتو کي شامل کړو.»

دغه ناروغي د انسان جلد شڼوي او څيره يي بدلوي. د افغانستان د سري مياشتي وياند، وليد اکبر د اسوشيتد پرس خبري آژانس ته وويل په ټول کابل کي يو کلينيک موجود دي چي د دغي ناروغي درملنه کوي.

دا په داسي حال کي ده چي د روغتيا نړيوال سازمان، د کابل ښار په نړي کي د سالداني د ناروغي پلازمينه نومولي دي. د دغه سازمان په حواله، سالدانه چي د يو ډول غوماشي په وسيله انسانانو ته ليږدول، يو له هغو ناروغيو څخه ده، چي د 13 ميليونو افغانانو روغتيايي تر تهديد لاندي راوستي ده.

د دغه سازمان چارواکي وايي چي شاوخوا 65000 کسان يوازي په کابل کي په 2009 کال کي د سالدا ني په ناروغي اخته شوي دي. دغه شمير د پخوا په کچه چه هر کال به 17000 کسان په دغي ناروغي اخته کيدل، ډير لوړ شوي دي.

په افغانستان کي د روغتيا د نړيوال سازمان استازي، پيتر ګراف وويل : « دغه شميرښايي يواځي سطحي وي، ځکه د دغي ناروغي ډير يپيښي ثبت شوي او يا رپوټ نه دي ورکړ شوي. د دي وجه دا ده چي د د ناروغي د تشخيص لپاره وسايل لږ دي او يا تشخيص ډير سخت دي. »

همدا رازد روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چي دغه ناروغي اوس هرات ته هم لمن غزولي ده، خو دغو چارواکو اضافه کړي ده چي د پشه خانو د استعمال سره د سالداني د ناروغي مخنوي کيداي شي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي. عبدالباري حکيم