1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: ځانمرگي برید شپږ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه
https://p.dw.com/p/165NW

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي يوې درنې چاودنې لږ تر لږه شپږ انسانان وژلي او پنځه نور ئې ټپیان کړي دي. افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چي دغه چاودنه د يوه ځانمرگي بريد په پايله کي رامنځ ته سوې ده چي د حکومتي منابعو په وينا زياتره قربانيان ئې هغه ماشومان دي چي په کوڅه کي په لوبو بوخت ول. دغه پیښه د شش درک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د دې څخه تر مخه د طلوع تلويزيون خبر ورکړی وو چي په کابل کي د ايساف مقر ته څیرمه چاودنه رامنځ ته سوې ده. دا پداسي حال کي ده چي نن په افغانستان کي د احمدشاه مسعود د وژنې يوولسمه کليزه لمانځل کيږي.