1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: ځانمرگي برید ۱۳ کسان ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16B5M

په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کی لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل سوي دي. دغه برید د کابل هوایي ډګر ته نزدې پر یوه «میني بس» باندې شوی دﺉ چې په کې د یوه نړیوال شرکت بهرني کارکوونکي سپاره ول.

د پولیسو په حواله په دغه برید کې نهه تنه بهرنیان او درې تنه افغانان وژل سوي دي. د دوی په حواله وژل سوي کسان روسي او د لویدیځي افریقا اتباع ول.

د حزب اسلامي ډلې د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د هغوی په حواله دغه برید د هغه اسلامي ضد فلم د جوړولو په مقابل کې شوی دﺉ چې په متحده ایالاتو کې تولید شوی دﺉ.

ویل کیږي چې دغه برید د یوې ښځې له خوا چې انتحاري واسکټ ئې اغوستی وو شوی دئ. افغان چارواکي وایي چې دا لومړی وار دئ چې یوه ښځه په کابل کې یو ځانمرگی برید تر سره کوي.