1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کي د آيساف د عمومي مقر مخکي ستره چاودنه شوي ده

۱۳۸۸ مرداد ۲۴, شنبه

د افغانستان د دفاع وزرات : « په ځانمرګي بريد کي چي د سيمي په وخت 8 بجو 30 دقيقو د آيساف دعمومي مقر انګړ ته نژدي د افغانستان د دښمنانو له خوا په لاره واچوله شوه، تر دغي شيبي د وژل شو کسانو شمير 7 تنه دي.»

https://p.dw.com/p/JBl7
په کابل کي د يو پخواني ځانمرګي بريد صحنه
په کابل کي د يو پخواني ځانمرګي بريد صحنهانځور: AP

نن په کابل کي يوه ډير ستره چادونه وشوه. دغه چادونه په داسي وخت کي کيږي چي يواځي څلور ورځي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو پاتي دي.

د رويتر د خبري آژانس په يو رپوت کي راغلي دي چي طالبانو د دغه ځانمرګي حملي مسووليت په غاړه اخيستي دي. دغه چادونه د کابل په هغي يوي ساحه کي شوي چي د ښار تر ټولو برخو له ټينګ امنيت څخه برخه منه ده.

د افغانستان د دفاع وزرات په يو خبرپانه کي داسي ويل شوي دي:

« په ځانمرګي بريد کي چي د سيمي په وخت 8 بجو 30 دقيقو د آيساف دعمومي مقر انګړ ته نژدي د افغانستان د دښمنانو له خوا په لاره واچوله شوه، تر دغي شيبي د وژل شو کسانو شمير 7 تنه دي.»

د افغانستان د دفاع وزارت په يوه مخکيني خبر پاڼه کي راغلي دي چي شا او خوا 91 نور ټپيان دي، دغه چادونه د ناتو تر مشري لاندي د آيساف عمومي مقر او په کابل د امريکا متحده ايالاتو سفارت ته نژدي پيښه شوي. هغي خبر پاني وويل چي يو افغان ښځينه پارلماني غړي، «هوا علم نورستاني» او څلور افغان سر تيري د وژل شو کسانو په جمله کي دي.

د آيساف يو وياند وويل، د آيساف ځواک ته هم ځاني تاوان اړولي شوي دي. همدا راز د افغانستان د ترانسپورت وزارت هم وويل چي چادونه دومره ستره وه چي د شيشو د الوتلو له امله د هغه وزارت ځيني کار کونکي هم ټپيان شوي دي.

د آيساف کانادايي وياند، جنرال اريک تريمبلي وويل: « له بده مرغه مرګ ژوبلي پيښی شوي دي. زه نه شم کولاي چي د هغو د شمير په هکله اوس سمدلاسه څه ووايم. هغوي افغان ولسي وګړي او د آيساف پوځيان دي». چادوني د ودانيو د کړکيو شيشي ماتي کړي او آن د وزير اکبر خان د سيمي وداني يي هم ښورولي دي، په دغه سيمه کي يو شمير بهرني سفارتونه خوندي دي.

په کابل کی هم د انتخاباتو له رانژدي کيدو سره هلته هم امنيتي انديښني زياتي شوي
په کابل کی هم د انتخاباتو له رانژدي کيدو سره هلته هم امنيتي انديښني زياتي شويانځور: DW

نوموړي وياند وويل: دغه چادونه د يوي نقليه وسيلي په واسطه شوي چي د آيساف امنيتي کمربند ته داخله شوه او د افغانستان د پوځ له خوا ودروله شوه. نو له هغي وروسته ځانمرګي بريد کونکي په چادوني لاس پوري کړ.

که څه له اوږدي مودي را په دي خوا کابل له امينتي لحاظه په نسبي توګه مصؤن ؤ ، خو د انتخاباتو له رانژدي کيدو سره هلته هم امنيتي انديښني زياتي شوي. تيره اوني په کابل باندي توغندي بريدونه وشول، پرته له دي چي کوم ستر تاوان واړوي.

د رويتر خبري آژاانس په خپل رپوټ کي يادونه کوي، افغانستان دا اوني د پنجشنبي په ورځ د جمهوري رياست او ولايتي شورګانو لپاره انتخابات کوي، دغي چاوني په انتخاباتو کي د امنيت د خوندي ساتني لپاره انديښني نوري هم زياتي کړي. په نور سيمو کي هم د زور زياتيو لمن پراخه شوي ده.

رويتر/فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي