1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د دیني عالمانو نړیواله غونډه جوړه سوه

۱۳۸۹ مهر ۱۷, شنبه

د افغانستان، پاکستان، مصر، سعودي عربستان، ایران او تاجکستان ګڼ شمیر دینې عالمان په دې موخه په کابل کې را ټول شوي ول تر څو د سیمې لانجو ته په اسلامي چوکاټ کې یوه لاره ومومي.

https://p.dw.com/p/Pa4s
مولوي قيام الدين کشافانځور: picture alliance / dpa

په تیرو څو کلونو کې چیرته چې د ترهګرو نوم اخیستل کیږي ورسره د اسلامي بنسټ پالو نوم هم تړلی وي.

د اسلامي امت د یو والي او د عالمانو د رسالت تر نامه لاندې په دغه غونډه کې تر ډیره بریده ټینګار په دې وو چې څرنګه اسلامي نړۍ ته سم سمکنی را تلای شي او د مسلمانانو له نوم څخه د ترهګرو او بنسټ پالو نوم لري کړای شي.

په دغه غونډه کې د شمالې ټلوالې غړي او پخواني جهادې مشر برهان الدین رباني ګډون والو ته وینا وکړه.

ښاغلي رباني دا د عالمانو نده وبلله تر څو په افغانستان کې د ورور وژني، دینې مدرسو د ړنګولو او جوماتونو د له مینځه تګ مخه ونیسي.

نوموړي همدا راز ترهګري د اسلام له نظره یو ناوړه عمل وبلل چې د هغه پر وینا د یوې غولول شوي ډلي کار دی نه دي ټولو مسلمانانو.

« د جګړې د اور په ختمولو کې د دیني عالمانو رول ډیر با ارزښته دی، هغوي باید په ډیره دوامداره توګه د سولې د تامین لپآره کار وکړي، ډير ګواښونه موجود دي، داسي کسان شته چې زمونږ په هیواد کې قومي او مذهبې شخړو ته لمن وهي خو دښمنان نه شي کولای چې د اسلامي نړۍ تر منځ درز رامنځ ته کړي ».

په دغه غونډه کې د مصر، ایران او تاجکستان عالمانو هم ویناوي وکړي.

دهغوي په خبرو کې هم تر ډیره بریده د ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضدمبارزه کې د اسلامي ملکونو د همکاریو په زیاتولو ټینګار کیده.

د تاجکستان دیني عالمانو په خپلو ویناوو کې ویل چې که چیرته د اسلامي اصولو مطابق عمل وشي نو هیڅ داسي ستونزه به نا حله پاتي نه شي چې اوس ترینه مسلمانان کړیږي.

غونډې ته د افغانستان د سولې شورا غړي مولوي قیام الدین کشاف هم وینا وکړه .

هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل:

« ټول مسلمانان باید یو موټی او د ګډو ستونزو پر وړاندي په ګډه مبارزه وکړي، دا یوازي د افغانستان ستونزه نه ده چې خلک ورته ترهګري وایې دا د ټولو مسلمانانو دنده ده چې د اسلامي اصولو مطابق خپلې ټولني برابري کړي».

خو برهان الدین رباني په خپلو خبرو کې بیا بیا د حکومت په وسله والو مخالفینو غږ کاوه تر څو له وسلې لاس واخلي او له سولې سره یو ځای شي.

« مونږ له هغو کسانو چې وسلې ته یې لاس وهلی غواړو چې کشمشونو ته پای ورکړي، او دا کار نور بند کړي، خپل شرعي او اسلامي وړاندیزونه چې له هر لورې وي هم یې دولت هم یې خلک او هم یې دیني عالمان ټول یې مني، هیڅ څوک دالله د حکم مخالف نه دي او ټول مسایل باید د خبرو اومذاکرو له لاري هوار شي».

ټاکل شوي چې د افغان عالمانو په کوربه توب دغه دوه ورځنۍ څیړن غونډه صبا پای ته ورسیږي.

د غونډې په پای کې به یو پریکړه لیک هم خپور شي چې پکې به د اسلامي امت ټول غړي د هغوي مسولیتونو ته را وبلل شي او د وینا والو ویناوې به د یوې رسالې په توګه د چاپ په ګاڼه سمبال شي.

راپور: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی