1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارادچچ د هاګ په جنګي بين امللي محکمه کي

۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

د بوزنيا-صربستان دغه پخوانی مشر دبوزنيا په جگړه کې مسلمانان ملامت بولي، خو ځينی لويديز سياستمداران هم، په تېره بيا امريکايان، جرمنيان او انگريزان

https://p.dw.com/p/MHVk
کارادچچ
کارادچچانځور: AP

دا د هغه وينا اصلي ټکي وو، له کومو سره چی د بوزنيا پخواني مشر رادووان کارادچچ په هاگ کې د ملگرو ملتونو د ځانگړې محکمې په وړاندي د خپلي محاکمې په پيل کې وکوله. ده پخپله هېڅکله نه غوښتل مسلمانان له خپل هېواد څخه وشړي. خو هغوی په پخوانۍ يوگوسلاويا کې د سل په سلو کې قدرت ادعا کوله، نو ځکه دا دده دپاره يو جهاد وو، چې د دې کار مخ ونيسي. کاراچچ برسېره پردغو څرگندونو د يوه هدف ددرلودلو څخه خبره وکوله او هغه دا چې:

(ده غوښتل خپل هېواد، خپل وگړي او د هغوی شتمني وژغوري. )

دا وې، د عالم سټونې او بشريت په وړاندی پر گڼ شمېر جنايتونو باندی د تورن کارادچچ لومړۍ خبرې، د 90 لسيزی په سر کې رامنځ ته شوی د بوزنيا د جگړې په هکله.

کارادچچ وړاندی هم پخپله له ځان څخه دفاع کوله، د محکمې لخوا ورته په قانوني ډول سره ټاکل شوي مدافع وکيل ته يې چندان پاملرنه نه درلوده او يواځی غږېده، ولو که د لومړي ځل دپاره يې دوه تنه مدافع وکيلان هم ورسره راوستلي وو.

په عام سټونه باندی تورن قريب 90 دقيقې پرله پسې وينا وکوله، ډېر تېز غږېده او کله کله يې لاسونه هم ورسره غورځول. د بوزنيا په جگړه کې يې د خپل رول او نقش په باب څرگنده کړه:

په1995 کال کي د بوزنيا د مسلمانامو په وژلو کي د کارادچچ لاس
په1995 کال کي د بوزنيا د مسلمانامو په وژلو کي د کارادچچ لاسانځور: picture-alliance/ dpa

(زه خپل مسئوليت کوچنی نه بولم. ما يوه د اهميت وړ دنده درلوده او زه نه غواړم چې د خپل ځان د دفاع په خاطر خپل مسئوليت د بل چا پرغاړه واچوم. )

لکه څرنگه چې نوموړي په خپله مورنۍ ژبه وويل او د ژباړونکو لخوا په انگريزي او فرانسوي وژباړل شوه، د ده دفاع نه بايد يواځی د ده پخپله گټه تمامه شي. ده وايی،

( زه نه غواړم تنها له خپل ځان څخه دفاع وکوم، بلکه له خپل وطن او خلکو څخه هم. دا زما د پاره يو سپېڅلی عمل دئ، او له سره کولی شم، د خپل ځان او خپل وطن دفاع وکوم. )

د دې تر څنگ کارادچچ ځينی ويډيوگانې هم وښودلې، تر څو ثابته کړي، چې مسلمانانو د اثبات جعلي سندونه جوړکړيدي. داسی سندونه چې دعوی کوونکو هم د خپلو ادعاوو په پيل کې په ويډيويي ډول سره وښودل.

د محکمې په لومړي لمبر صالون کې له مړيو څخه د ډکو لارۍ موټرونو د فلمونو وړانگو فضا ونيوله. پر کارادچچ باندی د لگول شوو دې الزامونو په باب هنوز نوموړي څه نه دي ويلي، او نه يې د هغه سټونې په باب، په کومه کې چې 8000 تنه يواځی مسلمان نران وژل شوي وو.

په دې هکله د څرگندونو د پاره تر نن سه شنبې پورې ورته وخت ورکړل شوی دئ.