1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاريتاس: نړيوال بايد په افغانستان کي خپلي ستراتيژۍ ته بدلون ورکي

۱۳۸۷ مرداد ۱۳, یکشنبه

آلمانۍ خيريه ټولنه کاريتاس په افغانستان کي د فقر سره د مبارزې او ثبات د ساتلو لپاره پر نړيوالو باندي ږغ کړی دی چي پخپله ستراتيژۍ کي دي بدلون راولي

https://p.dw.com/p/Eprn
د کاريتاس خيريه ټولني نښان
د کاريتاس خيريه ټولني نښانانځور: dpa

د کاريتاس په نامه يوه آلمانۍ خيريه ټولنه په افغانستان کي دسولي اوثبات دساتني او دفقر سره دمبارزې دپاره هم ددغه هيواد دمسولو چارواکو او هم دنړيوالو مرسته کونکوهيوادونو څخه ددې غوښتنه کوي چي دوی بايد پخپله ستراتيژۍ کي بدلون راولي. دکاريتاس په طرحه کي ويل سوي چي د فقر اوبيوزلۍ سره مبارزه او دټولنيز عدالت تامين بايد په افغانستان کښي دپرمختيايې سیاست اساسي ستني وي .

دکاريتاس دخيریه ټولني د افغانستان د څانګي د مسول Dr. Torsten - Hinz سره د وړاندي سوي طرحي په هکله ددويچه ویلي آلمان ږغ راډیو د افغانستان دڅانګي مشر سيد موسي صميمي يوه مرکه کړې چي پښتو لنډيز ته يې ستاسو پام را اړوم.

دويچه ويلي: د کاريتاس په طرحه کي دافغانستان دپاره ديوه ستراتيژي بدلون څخه خبري کیږي او غوښتنه داده چي په دغه هيواد کي دپرمختيايي پلانونوپه پلي کولو کي دفقر سره مبارزه او دټو لنيز عدالت دتامينولولپاره هڅه وسي.ستاسي له نظره دفقر سره په اغيز منه توګه څنګه مبارزه کيدای سي؟

هينڅ : البته دايوه ډيره پيچلې پوښتنه ده افغانستان د نړۍ د ډيرو وروسته پاته هيوادونو په کتار کي يو هيواد دی او په دغه هيواد کي داسي يو فقر ليدل کيږي چي ددغه ټولني د جوړښتونو سره نغښتي دي. په دغه هيواد کي سړی نسي کولای چي د فقر سره په يوه لنډه موده کي مبارزه پر مخ بوزي. بايد دغه مبارزه د يوې اوږدې مودې په چوکاټ کي وسي او نړيواله ټولنه هم دغه اصل په نظر کي ولري.د فقر سره د مبارزې لپاره بايد تر هرڅه لومړی پوهني او روزني او روغتيايي چارو ته پاملرنه وسي. په تيره بيا د پوهني په رڼا کي وګړي کولای سي پخپله په دغه مبارزه کي فعاله ونډه واخلي.

دويچه ويلي: پرمختيا دا مانا لري چي د کورنيو څخه نيولې تر کليو بانډو او ولايتونو پوري ټولنيز او اقتصادي استقرار وي، نو ستاسو له نظره په يوه داسي هيواد کي چي هلته پوځي اخو ډب راوان وي په تيره بيا په جنوبي او ختيځو ولايتونو کي څنګه کيدلای سی چي د فقر سره دغه راز مبارزه چي تاسي واياست پر مخ ولاړه سي.

هينڅ: هو داپوښته يوه ډيره پېچلې او سخته پوښتنه ده، سړی د اقتصادي پرمختګ او پرمختيايي پروژو د بشپړولو لپاره داسي يوې فضاته اړه لري چي هلته سوله او ثبات وي. خو په افغانستان کي اصلي مساله داده چي سړی څنګه کولای سي په داسي يوه هيواد کي چي هلته د کلنو کلنو راهيسي جګړې او کورنۍ جګړې رواني دي دې هدف ته ورسيږي چي د سولي او ثبات د تامينولو تر څنګ د بيارغوني چاري هم پر مخ ولاړي سي. زما د نظره لاره به يې دا وي چي هلته ملکي او مدني پرمختګ ته د لومړيتوب حق ورکړل سي په داسي حال کي چي په روان وخت کي په افغانستان کي زياتره پوځي چارو ته پاملرنه کيږي.

دويچه ويلي: ستاسو له نظره بايد په افغانستان کي د پوځي عملياتو پر ځای د بيارغونو چارو ته ډيره پاملرنه وسي، خو دغه کار عملاً څنګه کيدای سي.

هينڅ: که چيري پوځي عملياتو ته د لومړيتوب حق ورکړل سي نو په دغه هيواد کي به د ناامنۍ او نا کراريو لمن ورځ تر بلې نوره هم پراختيا پيداکړي. په دې صورت کي ددې خطر سته چي ددې هيواد وګړي په نړيوالو او ددوی پر مرستو بې اعتماده سي. دلته په اصطلا د شيتانۍ يوه کړۍ منځ ته راځي چي بايد مخ يې ونيول سي.

دا خبره سمه ده چي دلته طالبان دي نوري اسلاموي تندلاري ډلي دي چي په ترورستي عملياتو لاس پوري کوي خو د بلي خو د لوديځو هيوادونو د پوځي عملياتو په بهيرکي هم داسي پيښي منځ ته راغلي چي په دې هيواد کي دسولي او ثبات په ګټه نه دي.

دويچه ويلي: ستاسي په استراتيژي ترحه کي له دې څخه خبري سوي چي د اوږدې مودې په موده کي بايد د پوهني او روزني پروژوته ډيره پاملرنه وسي. خو په دې ترحه کي څنګه د وګړو ورځنيو اړتياوو ته سړی جواب ويلای سي.

هينڅ: دلته کي سړی د فقر او بې وزلۍ سره د مبارزې خبري کوي نو دابه هم ضروري وي چي ورځنيو اړتياو او ستونزو ته باید پاملرنه وسي. خو زما نظر دادی چي د لنډمهالو مرستو په ترڅ کي دې ته پاملرنه وسي چي د اوږدو مودو د اهدافو لپاره ځني ګټه واخستل سي. سړی بايد شرايطو ته وګوري او د شرايطو سره سم عمل وکړي.