1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاريتاس په افغانستان کي د ستراتيژۍ د بدلون غوښتنه کړې ده

۱۳۸۷ مرداد ۱۱, جمعه

نامه يوې آلمانۍ خيريه ټولني په افغانستان کي دسولي اوثبات دساتني او د فقر سره دمبارزې دپاره د افغانستان دمسولو چارواکواونړيوالو مرسته کونکوهيوادونو څخه غوښتنه کړې چي پخپله ستراتيژۍ کي بدلون راولي

https://p.dw.com/p/Eobm
د کاريتاس مرستندويه ټولني نښان
د کاريتاس مرستندويه ټولني نښانانځور: dpa

دکاريتاس په طرحه کي ويل سوي چي، د فقراوبېوزلۍ سره مبارزه او دټولنيز عدالت تامين بايد په افغانستان کي دپرمختيايي سياست اساسي ستني وي.

ددې خيريه ټولني په ترحه کي راغلي چي افغانستان د نړۍ د ډيرو وروسته پاته هيوادونو په کتار کي راځي او په دغه هيواد کي داسي يو فقر ليدل کيږي چي ددغي ټولني د جوړښتونو سره نغښتی دی.په دغه هيواد کي سړی نسي کولای چي د فقر سره په يوه لنډه موده کي مبارزه پر مخ بوزي. بايد دغه مبارزه د يوې اوږدې مودې په چوکاټ کي وسي او نړيواله ټولنه بايد دغه اصل په نظر کي ولري.

د فقر سره د مبارزې لپاره بايد تر هرڅه لومړی د پوهني او روزني او روغتيايي چارو ته پاملرنه وسي. په تيره بيا د پوهني په رڼا کي وګړي کولای سي پخپله په دغه مبارزه کي فعاله ونډه واخلي.

څو تنې افغانۍ ميرمني د يوې ګولې ډوډۍ د پاره په کابل کي د نړيوال خوراکي سازمان د دفتر مخته درسته ورځ انتظار باسي
څو تنې افغانۍ ميرمني د يوې ګولې ډوډۍ د پاره په کابل کي د نړيوال خوراکي سازمان د دفتر مخته درسته ورځ انتظار باسيانځور: picture-alliance/ dpa

د ټولني په ترحه کي راغلي چي په داسي يوه هيواد کي لکه افغانستان چي د کلنو کلنو راهيسي پکښي جګړې او کورنۍ جګړې رواني وي ،هلته بايد ملکي او مدني پرمختګ ته د لومړيتوب حق ورکړل سي په داسي حال کي چي په روان وخت کي په افغانستان کي زياتره پوځي چارو ته پاملرنه کيږي.

د دې ټولني د افغانستان د څانګي مسول تورستين هينس د ويچه ويلي سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل چي:«که چيري پوځي عملياتو ته د لومړيتوب حق ورکړل سي نو په دغه هيواد کي به د ناامنۍ او نا کراريو لمن ورځ تر بلې نوره هم پراختيا پيداکړي. په هغه صورت کي نو بياددې خطر سته چي ددغه هيواد وګړي پر نړيوالو او ددوی پر مرستو بې اعتماده سي. دلته په اصطلا د شيطانۍ يوه کړۍ منځ ته راځي چي بايد مخ يې ونيول سي دا خبره سمه ده چي دلته طالبان دي نوري اسلامي تندلاري ډلي دي چي په ترورستي عملياتو لاس پوري کوي خو د بلي خوا د لوديځو هيوادونو د پوځي عملياتو په بهيرکي هم داسي پيښي منځ ته راغلي چي په دې هيواد کي دسولي او ثبات په ګټه نه دي».

د کاريتاس خيريه ټولني په ترحه کي راغلي چي د خلګو ورځنيو اړتياو او ستونزو ته باید پاملرنه وسي. او د لنډمهالو مرستو په ترڅ کي دې ته پاملرنه وسي چي د اوږدو مودو د اهدافو لپاره ګټه ځني واخستل سي.او د شرايطو سره سم عمل بايد وسي.