1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:هولبروک د افغانستان په لانجه کي پاته راغلي و

۱۳۸۹ آذر ۲۳, سه‌شنبه

ريچارد هولبروک شاوخوا د يوه کال راپدې خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د خاص استازي په توګه ټاکل سوی وو چي تيره شپه يې په روغتون کي سا ورکړه.

https://p.dw.com/p/QXeU
انځور: picture alliance/dpa

د امريکا د دولت په وينا دغه ځيرک ډيپلوماټ له ډيرو کلونو راهيسي د هيوادونو په منځ کي د کورنيو لانجو د هوارولو تجربه لرله او هغه محال يي خپل ديپلوماتيک زراکت ډير بربنډ کړ او شهرت يي وموند چي د کوسوو د لانجې په هوارولو کي يي ښه رول ولوباوه.

خو د افغانستان د سياسي چارو شنونکي د افغانستان او پاکستان پر حالاتو د هولبروک د مړيني د اغيزي او د اورپکۍ د دغو قرباني ګاونډيانو په اړه د هغه د کړنو په اړه بيلا بيل نظرونه لري.

د سياسي چارو شنونکي اکبرجان فولاد په دې باور دی چي هولبروک هيڅ کله هم د افغانستان لپاره داسي څه ندي کړي چي حساب ورباندي وسي.

فولاد نن سهار له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي نوموړی په افغانستان کي د تير يونيم کال په موده کي ډيرو لانجو ته لمن وهلي اود بيلګي په توګه يې له پارلماني ټاکنو څخه را پورته سوي اوسنۍ لانجي ته اشاره وکړه.

نوموړی وايي داسي رپوټونه سته چي هولبروک د حکومت او ټاکنو د کمېسيونونو ترمنځ لانجو ته لمن وهله او همدا راز يې په نور افغان ضد دسيسو کي هم لاس درلود.

«هولبروک د افغانستان لپاره د زهرو په څير وو، هغه په دې مانا چي زما په باور هغه د افغانستان د تجزيې هڅه کوله او د لانجو په لوري د افغانستان د پارلماني ټاکنو بيول هم د هغه د همدې دسيسو يوه برخه ول».

که څه هم د امريکا دولت هولبروک يو تکتيک باز ديپلومات بلل خو فولاد هوښيار او په کار پوه ديپلومات هغه کس ته وايي چي وکړای سي د خپل ملک د ستراتيژۍ په پلي کولو کي کارنده واقع سي.

په داسي حال کي چي د هغه په وينا هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ستراتيژۍ په پلي کولو کي پاته راغلی وو».

له بل لوري د ويسا ورځپاڼي مدير مسول او د سياسي چارو بل شنونکي زبير شفيقي بيا هولبروک د افغانستان او پاکستان له قومي جوړښتونو يوه ناخبر ديپلومات ته ورته بولي.

شفيقي مني چي هولبروک د امريکا لپاره په نړيواله کچه يو ماهر ديپلومات وو او امريکا هم پري ډيرحساب کاوه خو د افغانستان لپاره يې امريکا ته داسي څه ونکړل چي ترينه نن يادونه وسي.

شفيقي هولبروک د افغانستان او پاکستان له ټولنو په بې خبرۍ تورن کړ او تور يي ولګاوه چي هولبروک غوښتل پاکستان او افغانستان دواړه د امريکا د ګټو لپاره وکاروي چي په خپل دغه کار کي هم پاته راغی.

«زه فکر کوم چي دی د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د خاص استازي په توګه يو بريالی کس نه وو، خو د امريکا لپاره بريالی وو، هغه په دي مانا چي هولبروک د خپل ماموريت له پيل راهيسي نه يوازي دا چي د هند او پاکستان تر منځ اړيکي خرابي کړي بلکي د کابل او اسلام آباد تر منځ يې هم موجود واټن لا پسي زيات کړ».

د يادولو وړ ده چي ريچارد هولبروک د تيري جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اووم پوړ کي د کار پر محال له جدي روغتيايي ستونزي سره مخ او په روغتون ته وليږدل سو چي تيره شپه يې سا ورکړه.

د ولسمشر د ويندوۍ د دفتر مرستيال سيامک هيروي د حکومت په استازي توب دهولبروک په مړينه خواشيني وښوده.

۶۹ کلن هولبروک چي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له لوري د زبردست ديپلومات په توګه ياد سوی د زړه د عمليات وروسته په روغتون کي ومړ.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل