1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان:په افغانستان کي د اجراييه کمېسيون جوړيدل قانوني بنسټ نه لري

۱۳۸۸ خرداد ۱۰, یکشنبه

د افغانستان په دولتي تشكيلاتو كې د يو اجرائيه كميسيون جوړيدل هغه موضوع ده چې له څومياشتو را پدې خواپه مطبوعاتو، سياسي رسمي او نا دولتي كړيو كې خبرې پرې كيږي، او ويل کيږي، چې د كمېسيون مشري به ډاكتر زلمي خليل زاد کوي...

https://p.dw.com/p/I116
تڼی: خليل زاد د عوامو خلکو په ذهنونو کي د يو بهرني په توګه پيژندل کيږي دده ونډه به ګټوره نه ده
تڼی: خليل زاد د عوامو خلکو په ذهنونو کي د يو بهرني په توګه پيژندل کيږي دده ونډه به ګټوره نه دهانځور: AP

دا خبره هغه وخت توده شوه چې په كابل كې خپريدونكي 8 صبح ورځپاڼي د غبرګولي په پنځمه ګڼه كې د ملي اجرائي كميسيون د جوړيدو په چورليځ د خليل زاد او كرزي د هوكړي د مسودې متن خپوركړ. په دې متن كې د حامد كرزي د هغه فرمان مسوده خپره شوې چې په هغه كې د افغانستان په دولتي تشكيلاتوكې د يو اجرائي كميسيون د جوړيدو خبره شوې.

داچې دغه اجرائيه كميسيون به جوړ شي او كه نه، د اجرائيه كميسيون د جوړيدو په صورت كې به په حكومتي اجراآتو او كړنو كې كوم بدلون راشي او كه څنګه اوآيا د دغه كميسيون د جوړيدوپه وړاندې قانوني خنډونه موجود دي او همدارنګه د كميسيون د مشرۍ په هكله د خليل زاد د ونډې په اړوند، دا هغه خبرې دي چي د دويچه ويلي خبريال محمد انور بري پال په کابل کي له ځينو افغان سياسي او ټولنيزو كار پوهانو او د ولسمشرۍ له ځينو نوماندو سره شريكي كړي دي.

د سياسي چارو كارپوه حيات الله پياوړى، د اجرائيه كميسيون جوړيدل يوه بهرنۍ نسخه ګڼي او وايي چې د دغه كميسيون ګټه ورتوب تر پوښتنو لاندې دی. پياوړى وايي : ښه به دا واى چې د كميسيون د جوړيدو طرحه د خلكو رايو ته وړاندې شوې واى.

د ولسمشرۍ نوماند شهنواز تڼى په دې آند دی چي د اجرائيه كميسيون په جوړيدو سره اداري او دولتي ستونزې نورې هم زياتيږي. هغه وايي،چي كه چيري كمېسيون جوړ شي او ډير اجرائي واك ولري په هغه صورت كې به د اساسي قانون پر خلاف وي .

د وطن د ترقۍ ګوند مشر ډاكتر آصف بكتاش وايي، چي كه چيرې اجرائيه كميټه جوړيږي بايد ولسمشر د دغه كمېسيون مشري په غاړه ولري او كه چيرې يو بل كس يې مشري وکړي او واك يې د كابينې له وزيرانو څخه لوړ وي په هغه صورت كې د اساسي قانون سره په سمون كې داسې يو جوړښت نه دى موجود په دې صورت كې بايد اساسي قانون تعديل شي.

دا چې كه چيرې ډاكتر خليل زاد د كمېسيون مشري وكړي دا به څومره عملي وي تڼى وايي، چې خليل زاد د عوامو خلكوپه ذهنونو كې د يو بهرني په توګه پيژندل كيږي او د ده ونډه به ګټه ورتوب ونه لري.

ډاكتر آصف بكتاش د اجرائيه كمېسيون د مشرتابه په اړوند د خليل زاد د ونډې په هكله وايي، چي په دې برخه كې يوه قانوني ستونزه شتون لري. خليل زاد د امريكې د متحده ايالتونو يو لوړ پوړى مامور ؤ او د داسې دندې د پرمخ بيولو لپاره لومړى بايد له خپل امريكايي تابعيت څخه تير شي.

ويل شوي چې د اجرائيه كمېسيون جوړيدل د امريكې د متحده ايالتونو د دولت طرح ده او كرزى دې ته اړ شوى چې دا طرح ومني د ولسمشرۍ دفتر هم د داسې يو كمېسيون د جوړيدو شونتيا تائيد كړې ده.

کابل/ انور بری پال

کتونکی. زيارمل