1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: اوباما له مهم پیغام سره افغانستان ته تللی ؤ

۱۳۸۹ آذر ۱۳, شنبه

افغانستان ته د اوباما ناڅاپي سفر د شنبې په ورځ د کابل په ټولو چاپې رسنیو او سیاسي کړیو کي د بحثونو توده مسله وه.

https://p.dw.com/p/QPXD
انځور: AP

افغانستان ته د اوباما دغه دوهم سفر دی چي تر لومړي هغه څه باندي یو نیم کال وروسته تر سره کیږي. بګرام ته د لیدو لپاره له کابله د امریکا سفیر جنرال کارل ایکن بیري او په افغانستان کې د ناټو عمومې قوماندان جنرال دیوید پترویس هم ورغلي ول.

هغه په بګرام کې خپلو سرتیرو ته وینا وکړه او د هغوي د هڅو ملاتړ یې وکړ خو خبرداری یې ورکړ چې لا سختي شپې په مخکي دي.

ټاکل سوي وه چي اوباما به کابل ته هم سر ورايسته کړي خو ظاهراً د هوا د خرابوالي له امله له کرزي سره د هغه لیدنه و نه سوه. افغانستان ته د اوباما سفر په دغه ملک کې د ویکيلیکس له لوري د امریکا د محرمو اسنادو د خپریدو په درشل کي تر سره کیږي، هغه اسناد چې د کارپوهانو په وینا د دغو دوو متحدینو ترمنځ یو پر بل د بي باورۍ فضا لا پسې پراخه کړي ده.

له افغانستان څخه په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي لښکرو د وتلو تدریجې پیلیدل هغه مسله وه چي اوباما له خپلو سرتیرو سره د لیدوپر محال یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې هغه مهال ویش لا پر خپل ځای دی.

ښایې اوباما افغانستان ته په راتګ یو مهم پیغام راوړی وی تر څو یې له کرزي سره دوه په دوه شریک کړي خو د افغان ولسمشر د رسنیو دفتر وایې چې هغه او کرزي یوازي په ټلیفون سره خبري وکړي.

اوباما په بګرام کې وو چې له کرزي سره یې په ټلیفون خبري کړي دي او د کابل او بګرام تر منځ یوازي د څو محدود کیلومتورونو واټن پروت دی.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له بګرام څخه کابل ته د اوباما نه راتګ د ولسمشر کرزي ادارې ته لوی توهین او له هغه سره د لیدو نه لیوالتیا ښیې.

د سیاسي چارو شنونکی عصمت الله غلجی وايي : «دا چې ولسمشر اوباما کابل ته راغی او له کرزي سره یې و نه کاته، دا د افغانستان د دولت لپاره یو ضعیف پاینټ دی، دا په دې معنی چې دا ډیر کم واقع کیږي چې یو ولسمشر یو ملک ته ولاړ سي او په هغه خاوره کې ښکته سي او له عالي رتبه چارواکو سره و نه ګوري، دا کرزي ته یوه نه هیلي کونکي حادثه وه».

افغانستان ته د اوباما سفر په داسي محال کې تر سره کیږي چې نوموړی د روانې میاشتې په دیارلسمه نیټه پر افغان ستراتیژۍ بیا کتنه کوي. د امریکا ولسمشر په بګرام کې د خپلو سرتیرو سره د خبرو پر مهال د طالبانو په وړاندي روانه جګړه د دوي په ګټه وبلله او زیاته یې کړه چې امریکا ژمنه کړي وه چې طالبان به ځپي او له همدې امله اوس سرتیري له دفاعي حالت څخه را وتلي او د جګړې ابتکار یعنی تعرضي بڼه یې په لاس کې اخیستي.

اوباما که څه هم د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په ځالي باندي بدلیدو ته پرې نږدې خو د سیاسي چارو شنونکي وایې چې له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو تدریجې وتل په خپله د ترهګرو لاس ته د افغانستان د بیرته لویدلو په مانا ده.

افغانستان ته د اوباما سفر په داسي حال کې تر سره سو چې همدا نن د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني په یوه دوه ورځني سفر کابل ته را ورسید. له ګیلاني سره د په دغه سفر کې د پاکستان یو شمیر وتلې سوداګر هم ملتیا کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینو دويچه ویلي ته وویل چي ګیلاني به د خپل دغه سفر پر محال دوه په دوه هم له ولسمشر کرزي سره وګوري. داسي احتمال هم لیدل کیږي چې ګیلاني به له افغان چارواکو سره له طالبانو سره د افغان دولت د پخلاینې پر مسله هم وغږیږي.

تیره اونۍ ویکيلیکس ویب پاڼي د امریکا هغه محرم اسناد خپاره کړل چې په ځینو مواردو کې له طالبانو څخه د پاکستان د پوځ او پټ څاري ادارې د ملاتړ خبري کوي. په قوې ګمان به دواړه لوري د دغو اسنادو په اړه هم بحثونه ولري.

مرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی