1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د افغانستان څخه د پيسو د انتقال مخه بايد ونيول سي

۱۳۹۰ دی ۱, پنجشنبه

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان د هغو شتمنيو له تيښتي اندېښمن دي چي کيدای شوای هلته لويي پروژې ورباندي ترسره سوي وای. ولسمشر کرزي هم څو ورځي وړاندي دغه ډول څرگندوني کړي وې.

https://p.dw.com/p/13XTs
«پيسې له بېلابېلو مافيايي گريو له خوا دباندي وړل کيږي»
«پيسې له بېلابېلو مافيايي گريو له خوا دباندي وړل کيږي»انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان سره په ميلياردونو ډالرو مرسته شوي پيسې په يوه او بل نامه له دغه هیواد څخه دباندي وړل شوي او په نورو بانکونو کي زيرمه شوي دي، پرته له دي چي افغانانو ته ئې ګټه ورسيږي.

اوس افغان حکومت هم اندېښمن دئ، چي پيسې ئې دباندي وزي او په نورو ملکونو کي ساتل کيږي.

څو ورځي وړاندي افغان ولسمشر حامد کرزي پر هغو کسانو چي په فساد کي لاس لري ږغ وکړی:«پيسې که غلا کوئ دباندي خو يې مه وړئ، پخپل هيواد کي ئې مصرف کړئ.»

کارپوهان وايي که چيري هغه پيسې چي د بېلا بېلو اقتصادي مافيايي کړيو له لوري بهير وړل شوي په افغانستان کي دننه يا په بانکونو او يا هم په سترو اقتصادي پروژو کي په کار اچول شوي وای ډيرو خلکو ته به پکښي د کار زمينه برابره سوې وای.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی ايوبي په دې اند دئ، چي حکومت کاري کفايت نه لري که نه نو هغه ميلياردونه ډالر چي د افغانستان د بيا ودانولو له پاره راغلي ول اوس به د زور واکانو او جنګ سالارانو جيبونو ته نه لوېدل:

«فساد ټول په اداره کي دئ، په واليانو کي دئ، په وزيرانو کي دئ، په ريسانو کي دئ، موږ په تشويش کي يو چي څوک به قانون پلی کوي، ولس پر چا وژاړي، د حکومت او ملت دواړو څخه لار ورکه ده»

يو بل کار پوه عبدالستار سعادت هم په دې باور دئ، چي له هغه هيواده چي پيسي دباندي وزي هغه نه جوړيږي، ځکه هلته د پانګوني په کچه کي کموالی راځي او ډير خلک اوزګاره کيږي:

«افغانستان له بده مرغه داسي يو هيواد دئ، چي ډيري توري پيسې پکښي تاو بالا کيږي او د سرمايې تيښته پکښي موجوده ده، دلته داسي کسان شته چي ولسمشر ئې نه شي محاکمه کولای، د هغوئ سره بهرنی ملاتړ ور سره دئ».

د ولسي جرګې د غړي ښاغلي ايوبي په خبره حکومت بايد ژر تر ژره د مافيايي کړيو له کلابندۍ وژغورل شي که نه نو د فساد د له مينځه وړلو هيله به يو خوب وي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل