1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د امريکا نوی سفير دي د زاړه پر پلونو پل نږدي

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

کابل ته د امريکي د نوي سفير په توګه د رايان کروکر راتګ د ولسي افغانانو بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي. هغه شاوخوا يوه مياشت مخکي د کارل ايکن بيري پر ځاى په کابل کي د امريکا د سفير په توګه ټاکل سوى و.

https://p.dw.com/p/123I4
په کابل کي د امریکا د متحده ايالاتو نوی سفير راين کروکر
په کابل کي د امریکا د متحده ايالاتو نوی سفير راين کروکرانځور: picture alliance/dpa

د امريکا د متحده ايالاتو دغه ديپلومات په داسي وخت کي کابل ته استول کيږي، چي د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکي په تيره يوه لسيزه کي اوس تر بل هر وخت ډيري ترينګلي سوي.

د سياسي چارو شنونکي په اوسني وخت کي د ريان کراکر ماموريت ډير حساس بولي او د هغه چوکۍ داسي يوه درانده ماموريت ته ورته بولي، چي په وينا يې د دوو نږدې همکارانو تر منځ بايد د بې اعتمادۍ او بې باورۍ رامنځ ته سوې فضا سمه کړي.

تر ريان کروکر دمخه جنرال کارل ايکن بيري په کابل کي د امريکا سفير وو.

هغه څو ځله د تيرو پارلماني او ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال له افغان حکومت سره شخړه وکړه او حکومت له هغه وغوښتل چي د افغانستان پر چارو کي د مداخلي لاس واخلي.

د افغانستان د حالاتو مبصر او د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجي بيا په دې اند دی، چي اوس حالاتو له يوه سره بدلون موندلی او د ديپلوماتانو په ادلون بدلون په حالاتو کي سمون نه سي راتلای.

نوموړي وايي په افغانستان کي د امنيت ټينګښت د دغو اړيکو له پاره د دغه هيواد تر ټولو مهم شرط دى او دغه اړيکي بايد د ګاونډيو هيوادونو له پاره زيان ونه لري.

« په ټولو برخو کي د افغانستان خپلواکي، له افغان ځواکونو سره د روزني او تجهيز په برخه کي د امريکا مرستي هم د يادو اړيکو له پاره ډيري مهمي دي».

کابل ته د امريکي د نوي سفير په توګه د رايان کروکر راتګ د ولسي افغانانو بيلابيل غبرګونونه را پارولي دي.

د کابل يو شمير اوسيدونکو له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د امريکا نوي سفير که هر څوک وي بايد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوي وکړي.

د کابل ښار په ګلبهار سنټر کي هټيوال عبدالحنان بيا د نوي ديپلومات ټاکل د نويو اړيکو پيلامه بولي.

هغه وايي، پخواني سفير د امريکا ماموريت ته په افغانستان کي سخت زيان ورساوه او ريان کروکر بايد هڅه وکړي چي زړو خرابو مناسباتو ته نوی رنګ ورکړي.

د يادولو وړ ده چي ريان کروکر د ديپلوماتيکي برخي ۳۷ کلنه کاري تجربه لري.

نوموړي د افغانستان دمخه په عراق، سوريي، لبنان او مصر په ګډون په يو شمير جنګ ځپلو ملکونو کي د امريکا د سفير په توګه دندي تر سره کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل