1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان د قاتل روبات له جوړېدو ويره لري

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبه

د ځينو هيوادونو کارپوهان او د شرکتونو مسئولان په اصطلاح بازار ته د قاتل روبات د وړاندي کولو مخنيوی غواړي. ځيني کارپوهان اوس له دې ويره لري چي دغه جنگي ماشينونه به ډېر ژر په کوڅو او بازارونو کي وليدل سي.

https://p.dw.com/p/1G6xM
انځور: picture-alliance/dpa

اوس په نړۍ کي داسي روبتونه سته چي پر کښته پورته مځکو حرکت کولای سي او داسي کمپيوټرونه سته چي په مخکي له مخکي پروگرام ورکولو سره په خپله پريکړه وکړي. خو اوس کارپوهان بازار ته د داسي روبتونو له راوتلو سره ويره لري چي قتل به کوي.

د نړۍ نزدې ۲۰۰۰ کارپوهانو په يوه پرانيستي ليک کي غوښتنه کړې ده چي د داسي وسلو د جوړېدو مخنيوی بايد وسي چي بې له انسانه په خپله عمل کوي.

په بونس آيرس کي د مصنوعي هوښيارتيا په اړه نړيوال کنفرانس ته دغو کارپوهانو په خپل سر خلاصي ليک کي کښل دي چي په نړۍ کي د مصنوعي هوښيارتيا په برخه کي پرمختگ ته په کتو سره ويره سته چي ډېر ژر به بازار ته داسي جنگي هوښياري وسلې او ماشين الات راووزي لکه د هاليوډ په «Terminator» فيلم کي.

کارپوهان وايي چي د مصنوعي هوښيارتيا په پرمختگ سره به په نړۍ کي په جنگونو کي پر «باروتو او اټومي وسلو سر بيره د مصنوعي هوښيارتيا وسلې دريم انقلاب وي» چي په دې سره به په نړۍ کي تسليحاتي سيالي پيل سي او پايلي به ئې ډېري ناوړي وي.

دغه جنگي روبات په ۲۰۰۵م کال کي لا جوړ سوی دئ
دغه جنگي روبات په ۲۰۰۵م کال کي لا جوړ سوی دئانځور: picture-alliance/dpa/D. Herrick

دوی وايي چي دغه وژونکي ماشينونه به تر اټومي وسلو گران وي او د خامو موادو پيداکول ئې ډېر ستونزمن کار دئ. دوی ويره لري چي دغه جنگي وسلې به بيا تور بازار ته لاره ومومي او په نړۍ کي به د تروريستانو او ديکتاتورانو لاس ته ورسي. اوس د بشريت له پاره اساسي پوښتنه دا ده چي د دغه شان وسلو جوړولو نړيواله سيالي اړينه ده که ئې مخنيوی.»

د دغه پرانيستي ليک لاسليکوونکو ويلي دي چي که د دغه کار مخنيوی ونه سي، دغه شان روبتونه چي کولای سي انسانان خپل هدف وگرځوي، دا به د يوه هيواد د بې ثباته کولو او يا قومي اقليت د له منځه وړلو له پاره يوه وسيله وگرځي.