1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د م.م. د پوځي مداخلو تر شا سياسي اهداف هم وي

۱۳۹۰ فروردین ۲۷, شنبه

د عاج په ساحل کي د ملگرو ملتونو د جنگي څرخي الوتکو لخوا د گبگبو پر پوځي مرکزونو بريدونه د دې سبب ورگرځېدل چي د واک پر سر د دغه هيواد کړکېچ د الحسن اوتارا په گټه تمام سو. و دې ته ورته يوه وضعه او حالت به ليبيا کي هم دی.

https://p.dw.com/p/RIN2
انځور: dapd

په ميونشن ښار کي د الماني حربي پوهنتون استاد او د نړۍ وال قوانيونو کارپوه باردو فاسن بېنډر وايي چي د دې قضاوت لپاره لا اوس ډېر وختي دی. هغه په افريقا کي د ملگرو ملتونو وروستۍ مداخلې داسي ارزيابي کوي:

«په اصل کي د ملگرو ملتونو يو شمېر تگلاري او دودونه پخپله يو د بل سره په تضاد کي دي. د ملگرو ملتونو د سوله ساتنې پخوانۍ تگلاره څلوېښتمه لسيزه کي لا پر بې طرفۍ ولاړه وه. چي پدې ترځ کي منځنی ختيځ ماموريت يادولای سو. د بېلگي په توگه د هغه وخت په تگلاره کي ملگرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته ويلي ول «يوازي هغه وخت عمل وکړه چي د دواړو جانبو لخوا يې ممانعت نه وي او بل دا چي دغه عمل بايد پر بې طرفۍ او د ملکي کسانو د ژغورنې پر بسنټ ولاړ وي.» خو اوس پدغه تگلاره کي تر يوې کچې بدلون راغلی دی چي له مخي يې د امنيت شورا په فعاله توگه بعضي وخت د يوه اړخ زياته پلوي کوي.»

د عاج په ساحل کي د ملگرو ملتونو لخوا د پوځي مداخلې څخه تر مخه د 2011م مېلادي کال د مارچ په 30 مه نېټه د امنيت شورا يو قراراد تصويب کړی. په 1975 نمبر دغه قرارداد کي ويل سوي ول چي د عاج په ساحل کي حکومتي ځواکونو د بشري حقونو په تر پښو لاندي کولو کي لاس لري. پدغه قرارداد کي راغلي ول چي د حکومتي ځواکونو دغه کړنې ښايي د بشريت په وړاندي د جنايتونو بېلگه وي. په قرارداد کي دا هم راغلي ول چي د ملگرو ملتونو عسکر د دغه قرارداد د پلي کولو لپاره د هر ډول اقداماتو څخه کار اخيستلای سي تر څو د ولسي خلکو د ژوندونونه وژغوري. کارپوه فاسن بېنډر وايي چي د دغه ډول جملو څخه زياتي معناوي اخيستل کيږي او وجوهات يې حقيقي سياست دي:

« د امنيت د شورا زياتره قراردادونه پر ډېرو پراخه ماناؤ لرونکو جملو ولاړ وي. د دې وجه دا ده چي د قراردادونو لپاره د اکثريت رايې تر لاسه کولو لپاره داسي جملې کارول کيږي چي ډيري دقيقي نه وي. پدې توگه د دې مخه هم نيول کيږي چي يو دايمی غړی هيواد ددغه قرارداد په وړاندي د وېټو خپل حق وکاروي. پدې ترځ کي داسي جملې رامنځ ته سي لکه د ملکيانو څخه دفاع او يا د قانوني حکومت څخه دفاع. پداسي حال کي چي دغه جملې په پرتليزه توگه ډيري دقيقه نه وي نو يې تفصير وروسته د سياسي حقايقو پر بنا ايستل کيږي او عملي کيږي.»

د عاج په ساحل کي د ملگرو ملتونو د جنگي څرخي الوتکو لخوا د گبگبو پر پوځي مرکزونو بريدونه د دې سبب ورگرځېدل چي د واک پر سر د دغه هيواد کړکېچ د الحسن اوتارا په گټه تمام سو. و دې ته ورته يوه وضعه او حالت به ليبيا کي هم دی. فاسن بېنډر پدې هکله وايي:

« اوس پوښتنه دا ده چي د امنيتي شورا دايمي غړي د قرارداد د دغه ډول تعبير کونې پاليسي تر کومه وخت پر مخ بيايي.»

په ليبيا کي د ناټو په مشرۍ يوه نړۍ واله ټلواله د واکمن معمر القذافي د پوځونو په وړاندي بمبارۍ کوي. دغه بمبارۍ د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د 1973م نمبر قرارداد په تعبير کي تر سره کيږي. نوموړی قرارداد د 2011م مېلادي کال د مارچ په 17مه نېټه تصويب سو په کوم کښي چي د ليبيايي حکومت لخوا د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو خبره سوېده. له همدې کبله دغه قرارداد و نړۍ والې ټلوالې ته واک ورکړی چي هر هغه اقدام وکړي چي د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره اړين وي.

خو يو شمېر کارپوهان وايي چي د ملکيانو د ژوند د ژغورنې تر نامه لاندي په قضيو کي د امنيت د شورا د بعضو غړو هيوادونو سياسي اهداف هم وي. دوی پوښتنه کوي چي ملگري ملتونه په ليبيا او د عاج په ساحل کي پوځي مداخله کوي خو په سوډان او کونگو کي نه چيري چي ورته ستونزې شتون لري. کارپوهان وايي چي د دايمي غړو د وېټو حق د دې باعث گرځي چي د سياسي اهدافو له مخي دا پرېکړه کيږي چي په کومو هيوادونو کي ملگري ملتونه پوځي مداخله وکړي او په کومو کي نه.

زانډرا پېټرسمان / احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري