1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان د يورو د سقوط خبرداری ور کوي

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه

په اروپا کي د سپما د پروگرام پر ضد احتجاج وار په وار زور اخلي. يونان د افلاس په ډڼد کي ډوب دئ او هسپانيه د افلاس له گواښ سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/15eOj
انځور: picture alliance/dpa

د اروپا لوړپوړي اقتصاد پوهان د سمدلاسه عمل غوښتنه کوي، که نه نو په خبره ئې، مصيبت د اروپايانو د دروازې شاته ولاړ دئ.

په لومړي سر کي يوازي الماني اقتصاد پوهانو د يورو د پريکړو پر خلاف احتجاج سره په اروپايي حکومتونو کي انديښنې رامنځ ته کړې. خو اوس د اروپا د لوړپوړو اقتصاد پوهانو يوه ډله دې نتيجې ته رسېدلې ده، چي د اروپا قاره د مالي کړکيچ پاڼ ته برابر شوې ده.

د المان د خبري آژانس د راپور له مخي ددغي ډلي چي په هغې کي د اروپا ۱۷ نوميالي اقتصاد پوهان برخه لري، په يوه ارزونه کي راغلي دي:«اروپا له اقتصادي لحاظه کرار کرار د يو داسي ستر ناورين پر لور روانه ده، چي عواقب ئې د وړاند ويني نه دي.»

دغه ډله چي د المان لوړ پوړی اقتصاد پوه، پيتر بوفينگ هم پکښي گډون لري، له اروپايي حکومتونو څخه غواړي چي دوی بايد د دغه «ناورين» د مخنيوي له پاره سخت زيار وباسي.

د پوروړو دولتونو له پاره زياته مرسته

«له ستونزي څخه د وتلو او د کړکېچ د ختمولو» تر عنوان لاندي په خپل رپوټ کي دغو اقتصاد پوهانو د يورو په اوسني پولي واحد نظام کي د اشتباگانو د اصلاح کولو غوښتنه کړې ده. هغوی وايي چي دغه نظام بايد بيرته هغسي اصولي ورغول شي چي پر «يورو باندي دعامو خلکواعتماد بيرته را ژوندی شي.»

د اقتصادي کارپوهانو په دغه څېړنه کي چي د يوه امريکايي څېړنيز انستيتوت له خوا خپره شوې ده، غوښتنه شوې ده چي د يورو حوزي له پوروړو هيوادونو سره د مرستي له پاره بايد ټول غړي هيوادونه يو بل ته لاس ورکړي.

څېړنه وايي چي په لنډه موده کي د پوروړو دولتونو له پاره د ضمانتونو لمن بايد پراخه کړل شي، چي په دغو هيوادونو کي تر لاس لاندي نيول شوي اصلاحات عملي شي.

هغوی دغه راز يادونه کوي: «له اوسني کړکيچ څخه د ژغورني يوازنۍ لار دا ده چي د يورو په حوزه کي يو بنسټيز بدلون راشي، داسي بدلون چي ټول غړي هيوادونه ورته ژمن وي.» هغوی دغه راز وړانديز کړی دئ چي په راتلونکې کښي بايد يو «بانکي اتحاد» جوړ سي، چي دولتي تمويل او د پور ورکولو سيستم يو له بل څخه جلا شي. دغه راز هغوی د مالي بازارونو د اصلاحاتو او پر مالي سياست باندي د کنترول له پاره د یوه ميکانيزم د جوړيدو غوښتنه کړې ده.

د اروپايي کارپوهانو دغه ډله وايي، چي د يورو په حوزه کي داسي يو نظام بايد جوړ شي چي که چيري يوه غړي دولت د مالي تړونونو له غوښتنو سره سم عمل ونه کړ، پرته له دې چي څوک يو څه ځني وغواړي په «سيستماتيکه توگه بايد د دغه پولي اتحاد له غړيتوب څخه بې برخي شي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل