1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د پارلمان کړکيچ د کرزي لوبه ده

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

د ولسمشر کرزي او پارلمان تر منځ سياسي شخړي، افغانستان يو وار بيا د يو لوی سياسي کړکيچ پر لور روان کړی. ډيری منتقدين د دغه سياسي کړکيچ پړه د ولسمشر کرزي پر غاړه اچوي.

https://p.dw.com/p/11kby
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

دغه سياسي کړکيچ پارلمان له کاره غورځولی او د کرزي د رهبرۍ په اړه يې نوي پوښتني رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان د مسايلو يو سياسي کارپوه وايي چي دغه حالت د ولسمشر کرزي لخوا په لاره اچول سوې يوه «لوبه» ده، چي غواړي له دغي لاري په افغانستان کي اپوزيسيون ړنګ کړي.

دغه کړکيچ په داسي حال کي رامنځ ته سوی، چي د راتلونکي کال تر دوبي پوري به د افغانستان څخه 33000 امريکايي سرتير ووزي او د افغانستان د ډيريو ولايتونو امنيتي چاري به افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي.

NO FLASH Parlament in Kabul Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشر کرزي او پارلمان تر منځ کړکيچ وروسته له هغي رامنځ ته سو، چي کرزي د ټاکنو د ځانګړي محکمې د هغي پريکړي، چي له مخي يې 62 اوسني وکيلان له پارلمان څخه و ايستل سي، ملا تړ وکړ.

د افغانستان پارلمان ډير شمير وکيلان خو بيا د دغه کار په وړاندي د لويو مظاهرو د په لاره اچولو کواښ کړی.

د افغانستان د شمالي ولايت سمنګان استازي، محمد طاهر ظاهر، چي د ټاکونو د ‎ځانګړي محکمې د فيصلې له مخي بايد پارلمان پريږدي وايي چي دوی د لويو مظاهرو تياري نيولی دی.

«موږ به د کابل له څلورو خواوو څخه د ولسمشر د ماڼۍ پر لور روان سو، او ترهغه به ددې ماڼۍ مخي ته پاته سو، چي ولسمشر کرزي د ټاکنو په اړه خپله پريکړه بدله کړي.»

د ځانکړي محکمې پريکړي خو د افغانستان د پارلمان غړي دومره په غوصه کړل چي د شنبې په ورځ يې د افغانستان قاضي القضات، لوی څارنوال او د ستري محکمې څلورو نورو لوړ پوړو چارواکو ته د عدم اعتماد رايي ورکړي.

Parlamentsabgeordnete Afghanistan 2011 Flash-Galerie
انځور: DW

خو د افغانستان لوی څارنوال، محمد اسحاق الکو، بيا د پارلمان دغه کار غير قانونو بللی او وايي چي هغه 62 وکيلان چي د ځانګړي محکمې لخوا په ټاکنو کي د درغليو په کولو تورن سوي، هرو مرو به پارلمان پريږدي.

هغه زياته کړي چي د اړتيا په صورت کي به په دغه کار کي له قانوني زور څخه هم کاري واخلي.

د افغانستان د پارلمان وکيلانو خو د دغي شخړي په اړه د ملګرو ملتونو او نړيوالي ټولني څخه هم د مرستي غوښتنه کړي خو د افغان ولسمشر وياند، وحيدعمر، وايي چي د پارلماني ټاکنو شخړه د افغانستان کورنۍ موضوع ده او په دغه مسله کي به هر ډول بهرنۍ مداخله د افغانستان د «کورني حاکميت» د تر پښو لاندي کولو په مانا وي.

که څه هم د ځانګړي محکمې د پلي کيدو سره به د کرزي يو شمير وکيلان هم خپل چوکي له لاسه ورکړي، خو يو شمير کارپوهان وايي چي اوسنی کړکيچ ولسمشر کرزي رامنځ ته کړی ترڅو اپوزيسيون ضعيفه کړي.

Parlamentsabgeordnete Afghanistan 2011 Flash-Galerie
انځور: DW

د پارلما او حکومت تر منځ جنجالونو، پارلمان د ډير شمير مهمو پريکړو د نيولو څخه پاته کړی. په دغو پريکړو کي د کابل بانک د شخړي حلول او د ولسمشر کرزي پاته وزيرانو ته د اعتماد د رايي ورکول هم شامل دي.

خو هغه کاندان چي په پارلماني ټاکنو کي پاتي راغلي ول، وايي چي د ټاکنو ځانکړي محکمه پر سمه لاره روانه ده او حق حقدار ته رسوي.

احمد خان سمنګاني چي د ځانګړي محکمې د پريکړي په پلي کيدو سره به په پارلمان کي د ظاهر ځای ونيسي وايي، چي قانون پلي سوی او دی ډير خوشحاله دی چي د ده رای پاکي وې.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل