1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د پاکستاني چارواکو څرگندوني ډيپلوماتيکه لوبه ده

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

يو شمير افغان کارپوهان امريکا ته د پاکستاني لوي درستيز وروستۍ څرګندوني د پاکستان ولس تر منځ د پوځ د له لاسه تللي حيثيت د بيا اعادي نوي هڅه بولي. هغه تيره ورځ ويلي وه« امريکا بايد فکر وکړي، پاکستان عراق يا افغانستان نه دی

https://p.dw.com/p/12vbO
د پاکستان لوی درستيز جنرال پرويز اشفاق کياني
د پاکستان لوی درستيز جنرال پرويز اشفاق کيانيانځور: dapd

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني تيره ورځ امريکا ته ګواښ کړی، چي پر پاکستان باندي د هر راز پوځي اقدام دمخه دي لس ځله فکر وکړي، ځکه پاکستان نه عراق او نه هم افغانستان دی.

د پاکساني لښکرو لوی درستيز دغه تند خبر داری پر داسي مهال د خبري رسنيو پاڼي ډکوي، چي د واشنګټن، اسلام آباد او کابل تر مننځ اړيکي ډيري پيچلي او خطرناک پړاو ته ننوتي دي.

د امريکا دولت د حقاني ډله چي پر خپلو ګټو يي په بريدونو کي پړه بولي د پاکستان د حکومت له ملاتړ څخه برخمنه ګڼي، او وايي چي دغي ډلي په دې ورستيو کي د افغانستان په دننه کي د امريکا څو مرکزونه په نښه کړي دي.

پاکستانيان اوس داسي ګمان کوي چي ښايي د امريکا لښکري د حقاني بنسټ پالي ډلي د ځپلو په موخه وزيرستان ته ور ننوزي.

د پاکستان د پوځ لوي درستيز وايي، اوس يې ملک د امريکا مالي مرستي نه غواړي او امريکا بايد د دوی ځمکنۍ بشپړتيا او ملي ګټو ته درناوی وکړي.

د سياسي چارو شنونکي او د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکزغړی عصمت الله غلجي وايي، پاکستان په خپله خاوره کي د ترهګرو د ځپلو وړتيا له لاسه ورکړې او امريکا بايد د پوځي او اقتصادي فشارونو په راوړلو سره پاکستان د ياغيانو له ملاتړ څخه لاس اخيستلو ته اړ باسي.

« د پاکستان پوځ نه سي کولای، چي سرحدي سيمي تر کنترول لاندي راولي او د ترهګرو ځالي له مينځه يوسي، نو امريکا تصميم ونيوی، چي يو شميرعمليات په دغو سيمو کي په لاره واچوي، خو د پاکستان لوی درستيز د امريکا د دغه دريځ په مقابل کي سخت غبرګون وښود، زه فکر کوم چي امريکا به پر پاکستان سياسي، اقتصادي او نظامي فشار واچوي تر څو دغه ترهګر وځپل سي».

کياني همدا راز ويلي چي په ۲۰۱۰کال کي يې د افغانستان په اړه خپل دريځ واشنګټن ته سپارلي او له اوباما يي غوښتي، چي خپل دريځ هم له پاکستان سره شريک کړي.

« موږ په افغانستان کي اوږد مهالي ګټي لرو خو نور ښايي لنډ مهالي ګټي ولري او موږ نه سو کولای چي خپلي اوږد مهالي ګټي دلته له لاسه ورکړو».

په ولسي جرګه کي د هرات د خلکواستازی جامي بيا په دې باور دی، چي د پاکستان لوي درستيز اشفاق کياني په خپلو ورستيو څرګندونو، غواړي چي د بن لاډن له مړيني وروسته د پاکستان په دننه کي پر پوځ د خلکو د بې باورۍ فضا له مينځه يوسي.

نوموړی د پاکستاني لوي درستيز يادي څرګندوني غولونکي بولي.

« پاکستان په خپله ترهګر هم تمويلوي او هم تجهيزوي اود وزيرستان په جګړه کي هم شريک دي او هم په نورو دغه جګړه تپي او دا واضح ده چي پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کي صادق نه دی، د کياني دا څرګندوني ديپلوماتيک او غولونکی اړخ لري».

د پاکستانيو رسنيو رپوټونه وايي چي له تيري يوې مياشتي راهيسي د افغانستان د خاوري په هغو سيمو کي د بهرنيو سرتيرو د لښکرو د شمېر زياتوالی او د پوځي چورلکو ناستي پاستي ډيري سوي، چي د پاکستان له وزيرستان سره ګډه پوله لري.

د پاکستان اردو ويره لري، چي داسي نه سي چي په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه د ميرانشاه پر سيمه عمليات وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل