1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: طالبان د القاعدې د جنګي تاکتيک څخه ښه ګټه اخلي

۱۳۸۷ شهریور ۳, یکشنبه

د طالبانو د مقاومت لمن چي د القاعدې په تاکتيک سره جنګيږي د کابل تر څنډو پوري پراخه سوې. دا سي ښکاري چي دوی داسي منظم تشکيلات لري، چي عسکرو ته ددې چانس نه ورکوي چي دوی پر شاوتنبوي

https://p.dw.com/p/F3uU
د افغاني وسلوالو طالبانو ډله
د افغاني وسلوالو طالبانو ډلهانځور: picture-alliance/dpa

دتيري دوشنبې په ورځ دکابل ښار ته نژدې طالبانو دفرانسوي عسکرو پر يوه کاروان باندي د يوه ناببره بريد په ترځ کي لس تنه فرانسوي عسکر وژلي او 21 نور يې ټپيان کړل. لکه څنګه چي ويل کيږي، د تيرو 25 کالوراپدېخوا دا ترټولو سخت تلفات وه چي فرانسوي عسکروته ور اوښتي دي. تر دې پيښي لږ د مخه د امريکایانو پر يوې هډې باندي دوه ګوزارونه سوي وه، او ددې پيښي څخه درې ورځي د مخه دلوګر ولايت دپل علم په سيمه کي ديوې مرستندويي ټولني څلور تنه کار کونکي وژل سوي وه،چي دوې تنې کاناډايي او يوه امریکايي مېرمن او يود دوی افغان موټر چلونکی ول.

د کارپوهانو په خبره نه يوازي پر بهرنيانو باندي دطالب جنګياليوخونړي ګوزارونه ډيرسوي دي، بلکي پر افغان امنيتي ځواکونو باندي هم په دې وروستيو کي بريدونه ډير سوي دي.کار پوهان د طالب جنګياليو د بريدونو د پراختيا علت په دې کي بولي چي هغوي اوس د القاعدې د ترورستي سازمان د جنګي تاکتيکونو څخه کار اخلي.

دافغان ليکوال او څيړونکي وحيد مژده، په عقيده داسي ښکاري چي په روان وخت کي د القاعدې دڼړيوال تروريستي سازمان نفوذ دافغانستان دپاڅيدونکو په ډله کي ډيره پراختياموندلې او ويل کیږي چي ډیر شمير اسلامي تند لاري جنګيالي د عراق څخه افغانستان ته راغلي،او دوی دافغانستان او پا کستان په ګډو قبايلي سيمو کي دطالبانو سره يوځای سوي او هغوی ته خپلي تجربې ورښي.

د وه تنه طالب جنګيالي د کابل کندهار د لوي لاري په اوږدو کي د راکټه سره
د وه تنه طالب جنګيالي د کابل کندهار د لوي لاري په اوږدو کي د راکټه سرهانځور: AP

دمژده،په عقيده دګوزارونوپلانونه په افغانستان کښي د القاعدې سازمان جوړيي او طالبان دغه پلانونه عملي کوي. دا چي دطالبانو او القاعدې دنړيوال تروريستي سازمان ترمنځ اړيکي سته. داکومه نوې خبره نده.

د دغه روان ميلادي کال په پیل کي وسلوالو طالبانو ددې اعلام کړی و، چي دوی به په افغانستان کي خپل دځانمرګي بريدونه ډير کړي.

افغان کارپوه مژده، وايي چي طالبان اوس غواړي دکابل دښار په شاوخوا کي خپل عملیات ډيرکړي تر څو په دې کار سره دکابل ښار تر محاصري لاندي راولي. چي ښه مثال يې دتيري دوشنبې په ورځ د کابل په 50 کيلومترۍ کي د فرانسوي عسکرو وژل او د لوګر په پل علم کي د کاناډايي خيريه ټولني ښځينه کارونکي وژل دي. طالبان غواړي چي په دې تاکتیک سره دکابل دښار په شاوخوا سيمو کي دحکومت لپاره ډیر سرخوږی رامنځ ته کړي.

دInternational crisis Group کارکونکېGoanna Nathan وايي چي، اسلامي تند لاري پخپل دې کار سره غواړي د عامه افکارو پام ځانته راواړوي. او په دې کار کي دوی تراوسه بريالي هم دي.کله چي دوی دهيواد په ګوښه سیمو کي عملیات کوي، د خبري رسنيو او عامه افکارو پام نه ور اوړي.خو کله که دغه پيښي او ګوزارونه دکابل دښار په شاوخواسیمو کي وي نوهم د ډله ايزو خبري رسنيو پا م ځانته راجلبوي او هم عامه افکار. او په دې توګه د خلګو په زړونو کي دبې امنۍ او بې ثباتۍ ډار اچوي.