1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: پاکستان او ايران په عمل کي د تروريز سره مبارزه نه کوي

۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه

په تهران کي د افغنستان، پاکستان او ايران د مشرانو تر منځ، د "تروريزم پر ضد" کنفرانس وروسته يو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دی چي، د افغانستان گاونډيان په شعار کي د تروريزم پر ضد، خو په عمل کي ددغه پديدې څخه ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/11jjw
ولس مشر کرزی او د هغه ايرانی سيال محمود احمدي نژاد
ولس مشر کرزی او د هغه ايرانی سيال محمود احمدي نژادانځور: AP

د دريو سرو هيوادونو مجهوررئيسانو د کنفرانس تر مخ يو د بل سره خبري کړي او د تروريز په وړاندي مبارزه کي يې ژمني کړي.

خو يو شمېر کارپوهان په دې آند دي چي ايران او پاکستان د تروريز څخه په ملاتړ سره خپلو هدفونو ته رسيدلای سي.

د ولسي جرگې استازی زلمی مجددي وايي چي ايران او پاکستان يو يو ډول نه يو ډول د تروريزم ملاتړ کوي.« پاکستان د خپلو سياسي او پوځي موخو د پاره د تروريزم څخه ملاتړ کوي او ايران بيا تروريستان ددې دپاره تشويقوي چي په افغانستان کي هغو هدفونو ته ورسيږي چي د امريکا او غری په وړاندي يې لري.»

د تروريزم سره د مبارزې کنفرانس د شنبې په ورځ په تهران کي جوړ سوی و او د ايران جمهوررئيس غربيان د تروريز سره په ملاتړ تورن کړل.

د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه ای ويلي دي چي واشنگټن په سيمه کي د تروريزم مالي ملاتړ کوي.

خو په ولسي جرگه کي د سمنگان استازی طاهر زهير وايي چي د ايران سپاه قدس او د پاکستان استخبارات د تروريزم ملاتړ کوي.

« د ايران سپاه قدس، په سيمه کي د تروريزم په ملاتړ کي د پاکستان تر استخباراتي ادارې پاته نه ده. سپاه قدس په افغانستان څخه په بشپړه توگه د تروريزم څخه ملاتړ کوي.»

د هغه په خبره د پاکستان استخبارات په افغانستان کي د هغو ټولو پيښو تر شا لاس لري چي مرگ پوبله پکښي را منځ ته کيږي.

د زهير په خبره د پاکستان او ايران جمهوررئيسان پر خپلو خبرو نه دريدای سي او نه يې هم د عملي کيدو توان لري.

« د دواړو هيوادنو مشران په خپلو قولونو کي صادق نه دي او نه هم غواړي چي په افغانستان کي دي يوه سوله راسي.»

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل