1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: چرس بايد آزاد سي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۴, جمعه

د اقتصادي او ټولنيزو چارو کار پوهان په دې عقيده دي چي پر چرسو باندي اوسنی بنديز غير منطقي دئ. دوی وايي چي د مخدرو موادو د مخنيوي له پاره بايد حکومتونه نوري غوره لاري وسنجوي.

https://p.dw.com/p/1FEAG
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

په آلمان کي د اقتصادي چارو درو کارپوهانو په دغه هيواد کي د چرسو د قانوني کولو او پر هغو باندي د شفافي څارني ملاتړ کړی دئ.

په آلمان کي د اقتصادي علومو استاد يوستوس هاوکپ په اند: «په آلمان کي د چرسو ممانعت ماته خوړلې ده. د چرسو د آزادولو پر وړاندي هيڅ قانع کوونکي دلايل نه سته او دغه محدوديت د زماني له غوښتني سره سر نه خوري.»

د ټولنيزو چارو د کارپوهانو په اند حکومت کولای سي چي د چرسو د تور بازار په پرتله پر آزاد بازار باندي ډېر ښه کنترول ولري. د دوی په خبره يوازي د چرسو په آزادولو سره دولت کولای سي چي د هغه پر کيفيت او د راکړي ورکړي پر بازار باندي ښه کنترول ولري.

د کارپوهانو په نظر که د چرسو مصرف قانوني سي له کاله به ۳،۵ ميليارده يورو ماليات د آلمان خزانې ته ورسي. په اوس وخت کي دغه مبلغ او يا تر دې ډېر د چرسو د دلالانو يا قاچاقبرانو جېبونو ته لويږي.

پر دې سربيره د کاله ډيري پيسي له دغو موادو سره پر مبارزه مصرفيږي. د کارپوهانو په اند د چرسو په ازادولو سره به د جرمونو او جنايتونو کچه هم ډېر کښته سي.

اوس په اروپا کي ډيرو هيوادونو د چرسو بازار قانوني کړی دئ.

د اروپا د ځوانانو په منځ کي اوس چرس او د بنگو بوټي تر ټولو رايج «جنس» بلل کيږي. چرس په افغانستان کي هم ډېر استعماليږي.