1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان سرنويشت طالبان ټاکي

۱۳۹۰ مهر ۱۰, یکشنبه

په مرکزي آسيا کي د فردريش ايبرت بنياد د پروژو همږغی کوونکی کارپوه ولف لاپينس، وايي، چي طالبان په افغانستان کي د قدرت په لاس راوړلو لپاره اوس يوازي د ۲۰۱۴ کال وروستيو ته شېبې شمېري.

https://p.dw.com/p/12kaQ
ؤلف لاپينس په دوشنبې کي د دوينا پر مهال
ؤلف لاپينس په دوشنبې کي د دوينا پر مهالانځور: DW

دغه کارپوه وايي، چي د افغانستان څخه د تروريزم پرضد مبارزه کوونکي بهرني ځواکونه چي ټاکل سوې، د ۲۰۱۴ کال تر پايه به ووزي. طالبانوته ډير ښه چانس برابر کړی، چي بيرته را وگرځي.

 

هغه وايي، ددې ځواکونو په وتلو سره به طالبان بيرته قدرت په لاس کي واخلي. « طالبان دا اوس ځانونه گټونکي بولي. هغوی اوس بايد يوازي دومره صبر وگړي چي ۲۰۱۴ کال راورسږي.»

 

هغه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کي زياته کړې، چي: « طالبان اوس د سولي خبرو اترو ته هيڅ اړتيا نه ويني.»

 

نوموړي په دوشنبې کي په هغه نړيوال کنفرانس کي، چي په ۲۰۱۴ کال کي د افغانستان څخه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته په « مرکزي آسيا کي امنيت او ثبات» ټنگولو په نامه جوړسوی و وويل: « په افغانستان کي يو ضرب المثل وايي، چي پردي مو په هيواد کي ساعتونه شمېري، خو موږ وخت لرو».

 

دغه کارپوه په دې باور دی، چي « طالبان په دې پوهيږي، چي په هر ډول چي وي هغوی به په افغانستان کي د نوی سياسي نظم يوه برخه وي. او د افغانستان راتلونکې به ددوی په لاس کي وي.»

 

هغه په دې کنفرانس کښي زياته کړې، چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو د نېټې ټاکل ددې معني ورکوي، چي «ايتلافي ځواکونو په افغانستان کي ابتکار د لاسه ورکړی او اوس يوازي دومره کولای سي، چي د شرايطو په بدلېدو سره غبرگون وښيي.»

 

لاپينس زياته کړې، چي « د ايتلافي ځواکونو دغه پريکړه په افغانستان کي د هغوی پر ستومانۍ او د نورو عسکرو چي افغانستان ته يې لېږلي پر نه امادگۍ دلالت کوي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر