1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: د ټولو ځواکونو ايستل عاقلانه کار نه دئ

مرکه کوونکی: احمد ولي اڅکزی۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبه

کارپوهان په دې نظر دي، چي له افغانستان څخه د ټولو امريکايي ځواکونو وتل غير عاقلانه کار دی. دا په داسي حال کي ده چي د اوباما د امنيتي سلاکار مرستيال ويلي دي، چي د سرتيرو د بشپړه وتلو پر امکان غور کوي.

https://p.dw.com/p/17H2v
Ryan Charles on his tour to Afghanistan, near Forward Operating Base Tillman. Tags: Homeless, US Army, veterans Name of the photographer/or source: N/A When was the picture taken? 01/18/2011 Where was the picture taken? Near Forward Operating Base Tillman, Paktika Province, Afghanistan. The picture was taken by a third party, I have been given permission to use this image and DW is entitled to use it online.
Afghanistan USA Afghanistan Ryan Charles bei Base Tillmanانځور: N/A

بله خوا بيا د آلماني پوځ اتحاديې دوې ورځي دمخه وړانديز وکړ، چي په افغانستان کي دي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري آلماني سرتيري پرېښودل سي.

د آلمان او افغانستان د دوستۍ د ټولني مشر او د آلماني پوځ پخوانی قومندان الريش شپروس په دې اړه له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي خپل نظر څرگند کړ.

شپروس: «زه د دې له پاره هيڅ دليل نه وينم چي امريکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتيري وباسي. افغانستان او امريکا يو تړون لاسليک کړی دی، چي له مخي يې متحده ايالات غواړي تر ۲۰۱۴ عيسوي کال وروسته په افغانستان کي يوه يا دوې پوځي اډې هم ولري. زما په فکر به دا يوعاقلانه کار نه وي، چي ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه وايستل سي. پاته سوه د آلماني ځواکونو خبره، تر کومه ځايه چي زه فکر کوم پلان داسي دی، چي یو شمېر آلماني سرتيري په افغانستان کي پاته سي چي د همکارۍ په ترڅ کي د افغان امنيتي ځواک روزني ته دوام ورکړي.»

دويچه ويله: فکر نه کوئ، چي وروستيو دوست ـ دښمن بريدونو د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړې ده؟

شپروس: «بلې دا ډول پيښي د ځينو پر شاتگونو سبب گرځېدلي دي، خو هېر دي نه وي چي د گډ کار په ترڅ کي ډيري برياوي هم موجودي دي. د بېلگې په توگه د افغان امنيتي ځواک د روزني لومړۍ مېوې پخې سوي دي، ځکه نو دغه ټولي برياوي بايد څوک په بشپړه وتلو سره عبس نه کړي.»

دويچه ويله: ويل کيږي چي ناټو په افغانستان کي خپلو موخو ته، چي د القاعدې له منځه وړل او د افغان امنيتي ځواک روزل دي نه ده رسېدلې. ستاسو په دغه هدفونو ته د نه رسېدو علتونه څه دي؟

شپروس: «زما په فکر موږ تر زياته وخته له غلطو خلکو يا افغانانو سره گډ کار وکړ. زه دلته د بېلگې په توگه جنگسالاران يادوم چي موږ ورسره گډ کار وکړ، د دې پر ځای چي موږ له مدني ټولني څخه داسي کسان تقويه کړو چي منفي شاليد و نه لري. دغه غلطۍ د دې سبب سوي دي چي د ستونزو په اوارولو کي موږ زيات پرمختگ نه لرو. اوس په کار دا ده چي په ۲۰۱۴عيسوي کال کي په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنې په سمه توگه تر سره سي او بايد د مدني ټولني د ملاتړ له پاره لا زيات کار وسي. په زياته بيا آلمان په افغانستان کي ښه نوم لري او مشورو ته يې غوږ نيول کيږي.»