1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: ناټو او امريکا د يو رښتني ايتلاف په جوړولو نه دي توانېدلي

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د چارو کارپوه ويچسلاو وايي، په افغانستان کي د تروريزم په وړاندي مبارزه کي د نه همږغۍ يو مثال د جرمني ځواکونه دي چي د هغه هيواد د شمال څخه ئې و جنوب ته د خپل ماموريت د پراخولو څخه ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/13clE
د روسيې د پارلمان (دوما) ودانۍ
د روسيې د پارلمان (دوما) ودانۍانځور: picture-alliance/ dpa

د روسيې په فدرالي شورا کي له افغانستان سره د همکارۍ د ډلي مشر ويچسلاو نيکراسوف، وايي چي د تروريزم پرضد د مبارزې ائتلاف چي مشري ئې د امريکا د متحده ايالات پرغاړه ده او دغه راز د ناټو په مشرۍ نړيوال مرستندوی امنيتي ځواک (ISAF ) په تيرو لسو کلنو کي په دې و نه توانېدل چي يو اغېزمن ائتلاف جوړ کړي.

«په افغانستان کي پوځي عمليات، د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو له پاره اوس يوه ستونزمنه موضوع ده.»

د هغه په خبره «واشنگټن د خپلو ټولو متحدينو په چارو کي مداخله کوله». «هدف معلوم وو، چي هغه غوښتل په افغانستان کي له خپلو متحدينو سره پوځي ځواک وويشي او خپل مصارف را لږ کړي. خو لکه څنگه چي ئې غوښتل هغسي و نه سول او تقريباً ټولو هيوادونو د خپلو عسکرو له زياتولو څخه ډډه وکړه.»

ويچسلاو زياته کړه، يوازينی هيواد چي غوښتل يې په افغانستان کي د خپلو عسکرو په وينو تويولو سره ناټو ته ځان ور نزدې کړي هغه گرجستان دئ، چي افغانستان ته ئې د ناټو په چوکاټ کي نور عسکر و لېږل.

د افغانستان د چارو کارپوه ويچسلاو وايي،په افغانستان کي د تروريزم په وړاندي مبارزه کي د نه همږغۍ يو مثال د جرمني ځواکونه دي چي د هغه هيواد د شمال څخه ئې و جنوب ته د خپل ماموريت له پراخولو څخه ډډه وکړه.

هغه دغه راز په افغانستان کي د ائتلافي ځواکونو په ځانگړې توگه د امريکا د متحده ايالاتو يو شمېر غلطيو ته اشاره وکړه او وئې ويل، چي دا به په هغه هيواد کي د سختي ماتي سبب سي.

«د نالوستو پوليسو روزل، چي ډيرو افغانانو ته ئې په ورځني ژوند کي ستونزي پيښي کړي ددې سبب سوی چي د خلکو ليوالتيا د طالبانو خوا ته ډيره کړي.»

په دې اړه هغه زياته کړه، چي پر افغانستان باندي د پوځي عملياتو له پيل را وروسته پخپله د طالبانو مفهوم تغير وکړ.

«که ددې ترمخه چي د ډيرو افغانانو له پاره د طالبانو دوره يا دوی پخپله د خوښۍ وړ نه وه خو اوس د هغوی و خوا ته لېوالتيا ډيره سوې ده او هغوی د هيواد د ژغورونکي ډلي په توگه گڼل کيږي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم