1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کار پوهان: د سولي د مشورتي جرگې په وړاندي د طالبانو څرگند دريځ خنډ دی

۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبه

په پام کي ول، چي د سولي ملي مشورتي جرګه د دغوايي په مياشت کي جوړه سوې وای خو د ځينو لاملونو له کبله د رواني مياشتي اتمي نېټې ته وځنډول سوه او اوس يوار بيا د څلورو ورځو دپاره ځنډيدلې ده...

https://p.dw.com/p/NXd3
په کابل کي د اساسي قانون د لويي جرگې خېمه
په کابل کي د اساسي قانون د لويي جرگې خېمهانځور: AP

په داسي حال کي چي افغان دولت د سولي دپاره د مشورتي جرګې د رابللو تکل کړی د وسله طالبانو پوځي بريدونه پياوړي سوي.

هغوئ ګواښ کړي چي په افغانستان کي د ميشتو بهرنيانو، افغان امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو په وړاندي به بريدونو ته نور هم شدت ورکوي.

د دولت د مخالفو وسله والو دغه دريځ په څرګنده د سولي په وړاندي يو ستر خنډدی.

د سولي د ملي مشورتي جرګې وياند ګل احمد احمدي رسنيو ته وويل، چي د جرګې د غړو د رابللو او د تخنيکي چارو د ښه سمبالولو په موخه جرګه به د غبرګولي پر دولسمه نېټه په کار پيل وکړي.

افغان کارپوهان د جرګي د ځنډيدو لاملونه سياسي بولي او د هغې د دايريدو په صورت کي يې هم پر نه اغېزمنتوب ټينګار کوي.

د سياسي چارو کارپوه اجمل سهيل په نظر د جرګې د ځنډيدو يو لامل د وسله والو طالبانو په جګړه ايزه ستراتيژي کي د بدلون نه راتلل دي.

د هغه په خبره که نړيواله ټولنه د جرګې څخه ملاتړ ونه کړي مثبتې پايلې به ونه لري.

د کابل پوهنتون استاد نسيم ګل توتاخيل په نظر د جرګې د رابللو د تخنيکي ستونزو تر څنګ پر هغې نيوکي کيږي، چي يوه دولتي جرګه ده او نړيواله ټولنه يې تر شا نه ده ولاړه.

د نوموړي په آند د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو دپاره د سولي د يو اړخيزي جرګې پر ځاي بايد د افغانستان په چارو کي د ښکيلو اړخونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون دوديزه لويه جرګه رابلل سوې وای.

کار پوهان په دې نظر دي،چي د جرگې په اړوند د افغان دولت او نړيوالي ټولني په ليد لورو کي توپير ليدل کيږي. کيدای سي داسي پوستني په جرګه کي رامنځ ته سي،چي په افغانستان کي د نړيوالې ټولنې د شتون پرخلاف وي، چي په دې صورت کي به جرګه هيڅ اغيزمنتوب ونه لري.

بله خوا د ولسي جرګې غړو د يوه اعتراض په ترڅ کي ويلي، چي دوی به تر هغه پوري د سولي په مشورتي جرګه کي برخه وانخلي ترڅو،چي ولسمشر د کابينې پاته وزيران ولسي جرگې ته ور پېژندلي نه وي.

دغه راز د ډاکټر عبدالله تر مشرۍ لاندي د دولت سياسي اوپوزيسيون ګواښ کړی،چي د دوئ استازي به هم په جرګه کي ګډون ونه کړي.

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل