1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"کامرون بايد د اوباما په دام کي را گير نه سي"

۱۳۹۰ تیر ۱, چهارشنبه

د انګلستان پياوړو پوځي چارواکو، د دغه هيواد لومړي وزير، ديويد کامرون، ته خبر داری ورکړي، چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بيړني ايستلو د پلان په دام کي راګير نه سي.

https://p.dw.com/p/11hj9
د برتانيې لومړی وزير ديويد کامرون او د امريکا جمهورريس بارک اوباما
د برتانيې لومړی وزير ديويد کامرون او د امريکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

د انګليسي ځواکونو مشر، جنرال پيتروال، د بې بې سي سره په مرکه کي د افغانستان څخه په 2014 کال کي د بهرنيو ځواکونو د ايستلو پلان ته د شک په سترګه وکتل.

هغه وويل چي دا خبره به وخت روښانه کړي چي ايا د افغانستان د امنيت د انتقال بهير به د پلان له مخه پلی سي او که په حالاتو پوري به تړلی وي.

په همدې حال کي د انګلستان د پوځونو پخواني مشر، ريچارد دنت، هم پرديويد کامران ږغ کړی چي، د باراک اوباما د هغي پريکړي څخه چي غواړي له افغانستان څخه 10000 پوځيان په روان کال کي وباسي انديښنه ښودلې. هغه وويل چي اوباما د افغانستان څخه سرتيري د سياسي ملحوضاتو پر اساس باسي.

«زه په دې خبري ډاډه يم چي ولسمشر اوباما د سياسي دلايلو له مخه د افغانستان څخه خپل سرتيري باسي. زموږ لومړی وزير بايد په دغه دام کي راګيرنه سي. هغه «ديويد کامرون» به د کورني سياسي اهدافو لپاره په افغانستان کي د انګلستان پانګه اچونه، قرباني او لاس ته راوړني د ګواښ سره مخامخ نه کړي.»

دا په داسي حال کي ده چي برتانوي پوځي چارواکي په ليبيا کي د دغه هيواد د پوځي عملياتو دوام ځکه په انديښني کړي چي دوی تر مالي فشارونو لاندي راغلي.

د دغو انديښنو په ځواب کي د انګلستان لومړي وزير، ديويد کامرون، وويل چي ده د دغو چارواکو سره خبري کړي او دا خبره يې په غبرګه کړي چي انګلستان کولای سي په ليبيا کي خپلو عملياتو ته تر هغه وخت پوري چي ضروري وي دوام ورکړي.

کامرون زياته کړه چي په ليبيا کي فشار د دغه هيواد پر رژيم دی نه پر نړيوالو ځواکونو. هغه وويل چي دغو فشارونو ته بايد دوام ورکړل سي.

«زه په دي خبري ډاډه يم چي موږ کولای سو پر قدافي دغه فشارونه جاري وساتو. موږ کولای سو چي، د ليبيا عملياتو ته تر هغه وخته دوام ورکړو چي ضرورت وي.»

د برتانيې لومړي وزير زياته کړه چي هغه د خپل پوځي چارواکو سره د ليبيا د جګړي په اړه خبري کړي. دی زياتوي چي دغه چارواکي د ليبيا د جګړې په اړه ډير خوشبينه ول.

که څه هم د انګلستان حکومت د ليبيا د جګړې د مصارفو راپور لا نه دی خپور کړی خو ځيني رسنۍ وايي چي د ليبيا جګړې تر اوسه د برتانيې لپاره 200 ميليونه ډالرلګښت راوړي.

په همدي حال کي بيا د هغه سند له مخي چي د «ديلي تيليګراف» ورځپاڼي د سه شنبه په ورځ ترلاسه کړی دی راغلي چي انګليسي پوځي چارواکي په دې اند دي چي، د افغانستان او ليبيا جګړه لا ډيرو منابعو ته اړتيا لري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل