1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامرون: په افغانستان کې مو د عراق سهوې نه دي تکرار کړي

۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون، ویلي دي چې د هیواد پوځ یې په افغانستان کې د عراق سهوې نه دي تکرار کړي. د یوې اوږدې څیړنې پایلې ښيي چې بریتانیا د عراق په جګړې کې تر ښکیلیدو مخکې ټولې سوله ییزې لارې چارې نه وې آزمویلې.

https://p.dw.com/p/1JKCu
انځور: Getty Images

د چهار شنبې په ورځ په بریتانیا کې د عراق د جګړې په اړه د یوې اووه کلنې څیړنې پایلې اعلان شوې. د دغې څیړنې مشر جان چیلکوت، وویل چې بریتانیا د عراق په جګړه کې د «ناقصو استخباراتي معلوماتو» پر بنسټ ښکیله شوې وه.

هغه د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل: «موږ دې نتیجې ته رسیدلي یو چې بریتانیا پرته له دې چې د عراق د بې وسله کولو له پاره ټولې سوله ییزې لارې چارې وآزمویي، پر دغه هیواد یرغل کې ښکیله شوه. په هغه وخت کې پوځي اقدام وروستي انتخاب نه وو.»

هغه وویل چې که څه هم د دغه برید د پایلې په اړه ډیر ځلې خبرداري ورکړل شوې وي، خو هغه په پام کې نه وې نیول شوې او تر صدام حسین وروسته عراق له پاره هم کافي چمتوالی نه وو نیول شوی.

څیړونکي ډلې همداراز موندلې ده چې عراق هغه وخت بریتانیا ته د خپلو کیمیاوي وسلو له کبله کوم عیني ګواښ نه رامنځ ته کاوه.

برتیانیاوي ځواکونه په ۲۰۰۳ کال کې له امریکا متحده ایالاتو سره پر عراق باندې یرغل کې یوځای شول. خو په ۲۰۰۹ کال کې بیا د بریتانیا د هغه وخت لومړي وزیر ګوردن برون، اعلان وکړ چې د دغې جګړې په اړه به څیړنه ترسره شي.

جان چیلکوت د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې بریتانیا پر عراق باندې د برید له پاره کافي قانوني اساسونه نه لرل. پر دې سربیره په رپوټ کې راغلي دي چې د بریتانیا د هغه وخت حکومت تر اشغال وروسته د عراق د بیا رغاونې او باثباته کولو له پاره کافي چمتوالی نه لره.

«په افغانستان کې مو د عراق اشتباه ګانې نه دي تکرار کړي»

د رپوټ تر وړاندې کیدو وروسته د بریتانیا لومړي دیوید کمرون، د خپل هیواد په پارلمان کې وویل: «زه دا خبره نه منم چې عین اشتباه ګانې د افغانستان د جګړې په برخه کې هم ترسترګو کیږي.»

هغه وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم او القاعدې تر منځ واضحه اړیکه موجوده وه. کامرون ویلي دي چې د بریتانیا د هغه وخت حکومت پالیسي دا وه چې پرې نه ږدي افغانستان یو ځل بیا د القاعدې په پټنځای بدل شي.