1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاميرون: پاکستان د تروريز صادرول هڅوي

۱۳۸۹ مرداد ۷, پنجشنبه

د برتانيې صدراعظم په هندوستان کي ويلي دي چي نړيواله ټولنه بايد دا و نه زغمي چي پاکستان نورو هيوادونو ته تروريزم صادر کړي.

https://p.dw.com/p/OX9H
د برتانيې صدراعظم ديويد کاميرون
د برتانيې صدراعظم ديويد کاميرونانځور: AP

ديويد کاميرون تيره ورځ په بنگالور کي په يوه خبره غونډه کي وويل چي« موږ په هيڅ ډول دا نسو منلای چي پاکستان دي ددوه مخي اجازه ولري»

برتانوۍ ورځپاڼه ديلي تيلگراف د کاميرون په اقتباس ليکي چي هغه دا هم ويلي چي «پاکستان ددې اجازه نه لري چي هندوستان، افغانستان او يا نوري نړۍ ته تروريز صادر کړي.»

د برتانيې صدراعظم دغه راز ويلي دي چي هغه موضوع چي پاکستان په ۲۰۰۸ کال کي د ممبۍ په خونړۍ پېښه کي لاس لري او د غه راز د پاکستان په خاوره کي د طالبانو د تحريک شتون سختي انديښنې را پارولي دي.

هغه ويلي دي چي پر دې مسلو باندي يې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما سره بحث کړی او غواړي چي د هند د لومړی وزير من موهنسگ سره هم بحث ورباند وکړي.

کاميرن ويلي « موږ بايد پاکستان ته دا په زغرړه ووايو، چي موږ غواړو يو ځواکمن ازاد او ډيموکراټيک پاکستان ووينو.»

دغه راز د برتانيې صدراعظم زياته کړې چي ډيموکراټيک هيوادونه چي غواړي پرمختللو هيوادونو ته ځان ور نږدې کړي هغوی اجازه نه لري چي تروريز تشويق کړي.

کاميرون ويلي چي د تروريزم په اړه پاکستان ته د امريکاد متحده ايالاتو او لويي برتانيې پيغام ډير روښانه دی. « موږ لکه تاسي يو ځواکمن ازاد ډيموکراټ او د تروريز څخه خلاص پاکستان غواړو.»

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي