کانادا: تاوتریخوالي یو وگړی وواژه
۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبهاعلان
په کانادا کې تر ټاکنو وروسته د دغه هیواد په کیوبیک سیمه کې د دغو ټاکنو د برې د مراسمو په ترڅ کې نښتې رامنځته سوې دي. په دغو نښتو کې یو سړی هغه وخت ووژل او یو بل ټبي سو چې د دغه ګوند د مشرې پاولینا ماریوس، د وینا په ترڅ کی ډزې پیل سوې.
د پولیسو په حواله دغه برید کوونکی یو پنځوس کلن سړی وو چی د مونتریال په مرکز کی ونیول سو. د ده د دغه کار اصلي علت تر اوسه پوری معلوم نه دئ. کیوبیک د کانادا د لسو ایالتونو څخه یوازینی ایالت دی چی په هغه کې انګلیسي ژبه د اصلي ژبي په حیث رسمیت نه لري او پکښې فرانسوي خبرې کیږي.