1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کانادا ډير افغانان ناحقه نیولي او ناوړه چلند يې ورسره کړی»

آژانسونه/ ع.ح۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د کانادا د پوځي پولیسو یوه پلټنه اوس وايي چې کانادا په افغانستان کې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې کابو نیمايي افغانان چې نیولي يې ول، له طالبانو سره یې کوم تړاو نه لاره او هغوی په غیر قانوني توگه زیات بندیان ساتل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1J839
انځور: AP

په هغه یو سرخلاصي لیک کې چې د «له پرس» ورځپاڼي له خوا خپور شوی دی، د کانادا پوځي پولیسو د هغو افغان بزگرانو او ځينو نورو کسانو چې په غیر قانوني توگه بندي شوي او ناوړه چلند ورسره شوی، د حساب ورکولو غږ کړی دی.

د کانادا پوځي پولیسو د شکایاتو یوه کمېسیون د تير کال په نوامبر مياشت کې له هغه وروسته يوه پلټنه پيل کړه چې یو ترجمان او په افغانستان کې د کانادا پخواني سفیر د يوې موضوع په هکله په بربنډونو لاس پوري کړ. دغه پلټنه لا دوام لري.

د پولیسو افسرانو چې ځينو يې تصدیق شوي شواهد وړاندي کړي دي وویل، هغوی د ځينو«ناوړه اعمالو» چې د کندهار په کانادايی پوځي اډه کې له بندیانو سره شوي دي، شاهدان دي.

هغوی وویل چې پوځي پولیسو ته امر شوی وو چې بندیان «وویرول» شي څو هغوی په تحقیقاتو کې اعتراف کولو ته چمتو شي. هغوي وویل چې د شپې په نیمايي کې به بندیان له خوبه راپاڅول شول، او چې سترگي به يې خلاصي کړې په ناڅاپي توگه به د هغوی په کوټه کې تر ۵۰ پوري عسکر کښته پورته کيږي، نو «ډیرسخت به وېرېدلي او وارخطا» ښکاره کیدل.

د دغو افسرانو د وینا له مخې وروسته به وموندل شول چې هغوی د کلیو او بانډو عادي بزگران دي چې له طالب یاغاینو سره هیڅ ډول تړاو نه لري او باید آزاد شوي وای، خو د هغوی د آزادۍ بندو بست دوې میاشتي وروسته کېدی. حال دا چې د کاناډا د هغه وخت حکومت ادعا کړې ده چې دغه ډول بندیان یوازي ۴۸ - ۹۶ ساعته ساتل کیدل.

دغو افسرانو زیاته کړه چې سربیره پر دې کانادا له افغان ځواکونو سره یوه پټه معامله کړې وه چې هغوی به ادعا کوي چې دغه بندیان له کانادایانو سره نه، بلکي له هغوی سره په توقیف کي دي.

د کانادا د پوځ دغو پولیسي افسرانو په خپل لیک کې ویلي دي چې: «کابو۶۰ سلنه دغه کسان چې د پوځي پولیسو له خوا نیول شوي ول، زما او ستا په شان خلک ول، هغوی د چا یا پلار ؤ، یا د کومې ښځي مېړه، یا بزگر یا بل داسي یو څوک وو چې د بخښني غوښتني له پاره یې هیڅ دلیل نه درلود. پوښتنه دا ده چې آیا دا د کانادا قوانینو او ارزښتونو ته سپکاوی نه دی چې داسي يو څه پیښ شي.»

دغو افسرانو اعتراف وکړ: په ډله ایزه توگه د خلکو د نیولو انگیزه دا وه چې زیات شمیر طالبان یا ووژل شي او یا زنداني شي، څو د افغانستان کړکېچ ژر تر ژره ختم شي. په دغه کړکېچ کې په ټولیزه توگه ۱۶۲کانادایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه د پاسه ۲۰۰۰ نور ټپیان شول.

هغوی وویل چې په ناحقه توگه د خلکو په بندي کولو سره دغه کړکیچ نور هم تند شوو، ځکه د کانادايي سرتیرو پرضد د خلکو قهر او غوسه راوپاروله شوه.

د فرانسې خبري آژانس چې له اوتاوا څخه یې په دې هکله رپوټ خپور کړ دی، وايي چې سمدلاسه یې د کانادا د حکومت کوم ویاند ته لاس راسی پیدا نه کړ چې د دغو ادعاوو په هکله خپل دریځ روښانه کړي او پوښتني ته ځواب ووايي.