1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډايي ځواکونو د کندهاره خپلي بسترې ټولي کړې

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

په کندهار کي د کاناډايي ځواکونو پوځي ماموريت په رسمي ډول پای ته ورسيدی. ددغه هيواد وروستي پوځيان به نن پنجشنبه د ياد ولايت څخه د خپل هيواد په لور روانيږي او ددوى له تګ څخه وروسته به امريکايي ځواکونه دغه تشه ډکه کړي.

https://p.dw.com/p/11qtC
«د کاناډايي ځواکونو ستون به يوازي د کندهار بيا رغنيزي چاري ټکنۍ کړي»
«د کاناډايي ځواکونو ستون به يوازي د کندهار بيا رغنيزي چاري ټکنۍ کړي»انځور: AP

کاناډا هيواد د ايساف تر چترلاندي څه باندي نهه کاله په افغانستان کي ماموريت درلود. خو په مستقيم ډول يې نژدې شپږکاله په کندهارکي تېرکړل.

دوى دولايتي بيارغوني د ټېم (پې،آر،ټي ) د مشرتوب تر څنګ په ډنډ، ارغنداب، پنجوايي، دامان او ژړۍ ولسواليو کي پوځي شتون هم درلود.

NO FLASH ISAF Soldaten in Afghanistan
انځور: AP

په کندهارکي د کاناډايي ځواکونوعمومي قومندان جنرال مېلرز په يوه غونډه کي چي په همدې موخه جوړه سوې وه هيله وښوده چي په افغانستان کي به يې هڅي نه بېځايه کيږي.

« د کاناډا له پاره افغانستان ډېرارزښت لري، زموږ توجه به بياهم دغه هيواد ته وي، موږ د افغانانو له پاره د يوې داسي ورځي هيله کووچي موږ د خپلي کورنۍ سره يوځاى د سيل له پاره راسو. موږ د هغي ورځي په تمه يو، چي افغانان دايمي سوله ولري

په کندهارکي د ضربتي ځواکونو قومندان بيا وويل چي دوى يوازي کندهار پرېږدي خو په افغانستان کي به دوى د پوځي روزونکيو په ډول خپله دنده سمبال کړي.

کاناډايي ځواکونه په کندهار کي د عملياتو پر مهال
کاناډايي ځواکونه په کندهار کي د عملياتو پر مهالانځور: AP

« زموږ راتلونکى ماموريت به د افغان ځواکونو روزل وي. موږ په دغه شپږکلن ماموريت کي ډېري لوړي اوژوري وليدلې، هيله کووچي زموږهڅي کندهار د ېو ځلاندي راتلونکي پربنسټ جوړکړي

د سياسي چارو کارپوه پخوانى پوځي افسر محمدامين خان وايي، چي د کاناډايي ځواکونو ستون به يوازي د کندهار بيا رغنيزي چاري ټکنۍ کړي، او پر امنيتي چارو به ځکه کومه اغيزه ونه کړي، چي نه يوازي امريکايي ځواکونه دلته ميشت دي، بلکي خپله افغان ځواکونو اوس دا وړتيا پيداکړې ده چي د خپلي خاوري ساتنه وکړي.

کاناډايي ځواکونو په کندهارکي د خپل نژدې شپږکلن ماموريت پرمهال تردوه زره زيات سرتيري په دندوګمارلي وو،چي له دې ډلي څخه يې پر يو ديپلومات او يوې ژورناليستي سربيره ١٦٠سرتيري په بېلابېلو سيموکي وژل سوي.

کاناډايان په کندهار کي د گزمې پرمهال
کاناډايان په کندهار کي د گزمې پرمهالانځور: AP

د کندهار د اقتصاد رياست چارواکي وايي چي کاناډا هرکال په کندهارکي د خپلونظامي، انکشافي او نورو اړخونو د پياوړتيا له پاره دوه سوه مېلون ډالره ټاکل سوې بودجه درلوده.

ټاکل سوې ده چي ددغوځواکونوله وتلوڅخه وروسته به زر١٠٠٠تنه کاناډايي روزنکي د افغان ځواکونو روزنه پرغاړه واخلي.

د کاناډا هيواد نژدې دوه کاله وړاندي پرېکړه وکړه، چي له افغانستان څخه به خپل سرتيري راباسي دادى نن هغه ورځ راورسيدل او د کاناډا سرتيري له کندهارڅخه د خپل هيواد په لوري روان سول.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل