1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا او مهاجرين

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د کاناډا د کیوبیک ښار پر یوه مسجد باندي تر وژونکي حملې وروسته صدراعظم جستین تریدو یووار بیا له پردیانو سره د دښمنۍ پرضد پرېکړنده مبارزې اعلان وکړ. خو دغه مبارزه ډیره اسانه هم نه ده.

https://p.dw.com/p/2WiTO
Kanada Weltweites Entsetzen nach Anschlag auf Moschee in Kanada Justin Trudeau
انځور: picture alliance/empics/J. Woods

کاناډا له خارجیانو او مذهبونو سره د دښمنۍ خپل مشکلات لري. له دغه ډول مشکلاتو سره د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کي د کیوبیک ښار اسلامي کلتوري مرکز هم لاس وگریوان سوی دی. د دغه مرکز يوه مسجد ته د ۲۰۱۶م کال په جون مياشت کي د سرکوزي پرې کړئ سر اچول سوی وو او پر دیوالو باندي یې د بهرنيانو ضد لیکني وسوې. له کیوبیک سره په همسایه ولایت «اونتاریو» کي بیا یوه مسجد ته اور واچول سو. د هغو کاناډایانو شمېر چي وايي په هیواد کي يې مهاجر ډېر دي، له ۲۰۰۵م کال وروسته دوه برابره سوی دی.

خو سربیره پردې کاناډایانو خپل محافظه کار صدراعظم سټیفین هارپر د ۲۰۱۵م کال په اخره کي بیا انتخاب نه کړ او د بدلونونو راوستلو پرېکړه یې وکړه. دغه بدلونونه د لیبرال صدراعظم جستین تریدو، په واسطه رامنځته سول، چي یو ډول په اصطلاح د امريکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ د سیاست پرضد یې د مهاجرينو په مقابل کي نرم سیاست غوره کړی دی. یعني د کاناډا رنگارنگۍ او څو کلتوري ټولني ته وفاداري. ده په خپل تویتر کي لیکلي دي، چی «کاناډایان د مذهبونو په مقابل کي زغم لري او هغه ته وفاداره پاتیږي. مسلمان کاناډایان زموږ د هیواد د هویت مهم جزء دي.»

د کاناډا نوي حکومت سمدلاسه د سوريايي مهاجرو د منلو شمېر لوړ کړ. دا په داسي حال کي چه حتی نوي جمهوررئيس دونالد ترمپ د نامعلومه وخت له پاره هیواد ته د سوريایانو ورتگ منع اعلان کړی دی. د نوي صدراعظم جستین تریدو تر انتخابیدو وروسته تقریبأ ۴۰۰۰۰ سوريایان کاناډاته ورغلي دي. د دغو کسانو هر دریم تن د «سپونزور رینگ»په نامه انفرادي اشخاصو په مرسته تمویلیږي. خو د مرستو دا ډول یوه امادگي کاناډایانو ته ډیره گرانه هم تمامیږي.

همدا په مسجد کي تر تازه حملې لږ دمخه لا جستین تریدو په خپل تویتر کي لیکلي وه چي «کاناډا ته ښه راغلاست». پر ځینو اسلامي هیوادونو او مسلمانانو باندي د ترمپ د سفر د بندیز د فرمان تر اعلان  وروسته جستین تریدو ډاډ ورکړ چي «کاناډایان هغو کسانو ته چي د تررو، تعقیب او جنگونو څخه راتښتي، ښه راغلاست وايي، بې له دې چي د هغوی عقیدې او مذهب په پام کي ونيول سي. څو کلتوري د کاناډا قوت ښيي.»

شمېرې هم ښيي چي هر پنځم تن په کاناډا کي نه دی زیږیدلی او تر ۲۰۰ زيات ملیتونه په دغه هیواد کي میشت دي. څو کلتوري ټولني ته وفاداري حتی د کاناډا په اساسي قانون کي هم درج سوي دي. کاناډا ته د دومره لوړ تعداد ورتگ که څه ډیر معلومیږي، خو هغه ته کاناډا ضرورت هم لري او په گټه یې دي، ځکه چه د مساحت له اړخه د دنیا په دومره لوی هیواد کي يوازي ۳۵ ميلیونه انسانان ژوند کوي.

نور مطالب: