1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو ګواښ کړي دی

۱۳۸۶ بهمن ۹, سه‌شنبه

کاناډا ګواښ کړی دی چي که د ناټو غړي هيوادونه افغانستان ته نور اضافي زر تنه عسکر ونه ليږي خپل ځواکونه به د 2009 عيسوي کال تر پيل پوري وباسي.

https://p.dw.com/p/DK7E
د کاناډا لومړی وزير هاپر او افغان اولسمشر حامد کرزی
د کاناډا لومړی وزير هاپر او افغان اولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د کاناډا صدراعظم سټيفن هارپر ويلي دي، چي په اپريل کي د ناټو تر وروستۍ غونډي د مخه به د ناټو د غړو هيوا دونو سره به په دې باب خبري وکړي.

هارپر وويل، چي دغه اصافه عسکر بايد، لکه د کاناډا سرتيري په کندهار کي ځای پر ځای سي.

په افغانستان کي د کاناډايي ځواکونو د خدمت د مودې د پيل څخه بيا تر اوسه پوري 78 کاناډايي سرتيري وژل سوي دي.