1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا له وچکالي ځپلو سره د ميليونونو ډالرو مرستي اعلان کړی

۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبه

کاناډا د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چي د افغانستان هغو سيمو ته چي وچکالي ځپلي دي په ميليونونو ډالر مرستي ورکړي. دغه هيواد ويلي دي، چي د خوراکي موادو نړيوال سازمان ته به دغه پيسې ور کړل سي تر څو اړينو کورنيو ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/13SJC
کاناډا څو مياشتي مخکي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت پای ته و رساوه
کاناډا څو مياشتي مخکي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت پای ته و رساوهانځور: AP

کاناډا اعلان کړی، چي د خوراکي موادو نړيوال سازمان ته به تر دولس نيم ميليونو ډالرو زياتي پيسي ورکړل سي، تر څو د دغه سازمال له طريقه په افغانستان کي مصرف شي.

د خواراکي موادو نړيوال سازمان به د کاناډا مرستي د افغانستان په ۱۴ شمالي او شمال شرقي ولايتونو کي شاوخوا درو ميليونو افغانانو ته ورکړي.

د دې مرستو څخه به ۲،۱ ميليون انسانانو ته خوراکي مواد او ۴۲۰۰۰ نورو کورنيو ته نقدي پيسې ورکړل شي.

د راپورونو له مخي د افغانستان په شمال کي په ميليونونو انسانان د وچکالۍ له کبله د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

څو ورځي مخکي ملگرو ملتونو ويلي ول، چي د افغانستان په شمال ليري پرتو ولايتونو له وگړيو سره د واوريدي تر اورېدو مخکي بايد مرستي وسي. که نه نو بيا لاري بنديزي او يو بشري ناورين به را منځ ته سي.

دغه سازمان دغه راز ويلي ول، چي په افغانستان کي شاوخوا دوه میليونه انستان د لوږي سره مخامخ دي، او که مرسته ور و نه رسيږي نو سږ کال به په دغه هيواد کي يو ستر انساني ناورين را منځ ته سي.

د خوراکي موادو د نړيوال سازمان په ويبپاڼه کي په يوه خپره شوې مقاله کي راغلي چي اوس په دغه ولايتونو کي ماشومانو ته کافي خاوړه نه ورکول کيږي او د اوبو څاګان وچ شوي دي.

په دغي مقالي کي همداراز راغلي چي اوس کورنۍ خپل مالونه او اسباب په ټيټو بيو پلوري ترڅو ښارونو ته کډه شي او هلته د ځان له پاره کور، کار او خوراکي توکي پيدا کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل