1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کانديدان بايد د کمېسيونونو پريکړي ومني»

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي دفتر (یوناما) د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئيس تر استعفا وروسته ولسمشرۍ ته پر کانديدانو باندي غږ کړی دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پریکړو درناوی وکړي.

https://p.dw.com/p/1CP4r
انځور: AP

یوناما د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ته پر دواړو کانديدانو باندي غږ کړی دی چې «په بشپړه توگه له ټاکنیزو کمیسیونونو سره برخه واخلي، له هغوی سره همکاري وکړي او د دغو کمېسیونونو د پریکړو درناوی وکړي».

د افغانستان په روانو ټاکنیزو جنجالونو کې له هغه وروسته یو بل بدلون رامنځ ته شو چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رئيس ضیاالحق امرخیل، له خپلې دندي استعفا وکړه او روښانه یې کړه چې دغه کار يې د ملي گټو او له ټاکنیز بهیر سره د ډاکټر عبدالله عبدالله د بيا يوځای کېدو په موخه ترسره کوي.

ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله، تر دې دمخه د ټاکنو له کمېسیونونو سره خپلي اړیکي قطع کړي وې او پر امرخیل باندي یې د پراخو درغلیو تورونه لگولي ول.

عبدالله ویلي ول چې تر هغه وخته پوري به بیرته د ټاکنو له کمېسيونونو سره خپلي اړیکي ټینگې نه کړي چې د امرخیل دنده نه وي ځنډېدلې او د هغه د نورو پوښتنو ځوابونه نه وي ورکړل شوي.

د دغو جنجالونو تر رامنځ ته کیدو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي د عبدالله هغه وړاندیز چې ملگري ملتونه دي پر ټاکنو باندي څارنه وکړي ومانه او د دوشنبې په ورځ ضیاالحق امرخیل هم په یوه خبري کنفرانس کې خپله استعفا اعلان کړه. دا چې عبدالله به اوس له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپل کار پیل کړي او که نه لا روښانه نه ده.

پلان شوې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د دويم پړاو پایلي به د جولای میاشتي پر دویمه نېټه اعلان شي. د راپورونو له مخي په دویم پړاو کې اشرف غني احمدزي د لومړي پړاو په پرتله ډیري رایې گټلې دي، خو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې غني دغه رایې د پراخو درغلیو له لاري ترلاسه کړي دي.