1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانديدان: کرزي د ټاکنو کمېسيون ته خپل د خوښي ليستونه لېږلي

۱۳۸۹ آذر ۱, دوشنبه

په داسي حال کي چي د ټاکنو د وروستيو پايلو اعلام ته د ګوتو په شمير ورځي پاته دي، يو شميرکانديدانو ولسمشر کرزی تورن کړی چي د ټاکنو کمېسيون ته يي يو نوم لړ استولی تر دغه کسان د ټاکنو د وروستي پړاو بريالي کانديدان اعلام کړي

https://p.dw.com/p/QF2F
انځور: AP

وکيلان مدعي دي چي دغه نوم لړ ليزبن ته د ولسمشر کرزي تر سفر دمخه کمېسيون ته استول سوی دی.

معترض کانديدان وايي چي، نوم لړ د ولسمشر کرزي او يو شمير ټوپک مارو زور واکانو په مشوره جوړ سوی او د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون يې منلو ته اړ ايستل سوي دي.

تيره اونۍ له ارمان ملي ورځپاڼي سره په خبرو کي د پارلمان پخواني غړي احمدبهزاد هم د ورته نوم لړ په اړه خبري کړي وې.

هغه تور لګولی وو چي ولسمشر کرزي د يو شمير برياليو کانديدانو د نومونو د ليري کولو وړانديز هم کړی او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يې تر سخت فشار لاندي دي.

اوس د مدعي کانديدانو په استازي توب سردار محمدرحمان اغلي وايي چي کمېسيون ته ويل سوي چي دغه نوم لړ ومني.

«کوټلي اطلاعات موجود دي چي ولسمشر کرزي ليزبن ته تر تګ دمخه د يو شمير زور واکاو سره په ګډه، د شکايتونو اوريدو کمېسيون ته يو نوم لړ استولی چي ځيني کانديدان يي له مخه ليري کيږي او ځيني به په ناقانونه توګه د ناکامانو له برخي د برياليو ډلي ته ور اضافه کيږي».

پر ولسمشر کرزي په داسي حال کي دغه تور لګول کيږي چي تيره ورځ د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ۱۹ تنو بريالي نوماندانو نومونه د درغليو په تور د برياليو کانديدانو له ليست څخه ليري کړي دي.

د ولسمشر کرزي د تره زوي حشمت خليل کرزي، د پروان او فارياب د امنيه قوماندانانو وروڼه او همدا راز د ملي امنيت د ادارې د مرستيال قيوم کټوازي ورور هم د دغو نوماندانو په ډله کي دي.

په دغو ۱۹ نوماندانو کي چي نومونه يي د برياليو کانديدانو له نوم لړ څخه ايستل سوي د پارلمان يو شمير برحال غړي هم شامل دي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو د کميسيون غړي ضيا رفعت، پر دوی باندي د ولسمشر له لوري د هر راز فشار راتګ ردوي او وايي چي دوی په خپلو کړنو کي خپلواک دي.

په همدې حال کي د مدني ټولنو جرګه ګۍ هم د افغانستان د تيرو پارلماني ټاکنو په باب د درغليو د اندازي په اړه خپله انديښنه څرګنده کړي او وايي چي د برياليو نوماندانو اپتدايي نوم لړ ددې څرګندويي کوي چي يو شمير ډير بريالي نوماندان د پيسو، وسلي او ځواک له لاري په برياليو نوماندانو ور ګډ سوي دي.

د افغانستان د پارلماني ټاکنو د پايلو په اړه نندارۍ اوس کومه نوي خبره نه ده .

د هغه وخت راهيسي چي ټاکني تر سره سوي او حتي د ټاکنو څخه يوه اونۍ دمخه لا پر حکومت تور لګول کيدی چي د ټاکنو د کمېسيون په چارو کي لاس وهنه کوي او په دې لټه کي دي چي حکومت پلوه کانديدان پارلمان ته لاره ومومي.

خو هر ځل حکومتي چارواکو دغه څرګندوني رد کړي خو معترض کانديدان او د اوسني رژيم سياسي منتقدين په خپلو ويناوو ټينګ ولاړ دي او ټاکني په هر حالت کي له خپله انده بي اعتباره او د نړيوالو معيارونو خلاف بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل