1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاپوهان:قدرت ته د رسېدو لاره وسله نه، بلکي د راییو صندوقونه دي

۱۳۸۸ شهریور ۱, یکشنبه

افغانستان د تیري پنجشنبې په ورځ د جمهوری ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره ټاکني تر سره کړې...

https://p.dw.com/p/JGlE
د رايوو ورکولو صندوقونه
د رايوو ورکولو صندوقونهانځور: AP

په داسی حال کی چی تر اوسه پوری لا وختی ده چی د دغو ټاکنو مخکښ کاندید اعلان شی، داسی ښکاری چی افغان حکومت او نړیواله ټولنه د ټاکنو د یو احتمالی دوهم پړاو لپاره تیاری نیسی. د دغو ټاکنو دوه مهم سیالان، واکمن جمهور رییس کرزی او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله، دواړه د مخکښ توب ادعادوی کوی.

د کرزی د انتخاباتی مبارزی ویاند، ولید عمر وویل:

«هغه څه چی مونږ وایو د هغو نتایجو پر بنسټ دی چی د ټاکنو د کمیسیون په حواله د رسنیو له خوا اعلان شوی دی چی مونږ مخکی یو. خو مخکښتوب د دی معنی نه لری چی مونږ ټاکنی ګټلی دی. مونږ هیله من یو چی ټاکنی وګټو. ښکاره ده چی د دی لپاره باید رسمی نتایجو ته انتظار وایستل شی.»

د عبدالله د تیم ویاند، سید فاضل سنګچارکی د کرزی د ویاند ادعاوی د تبلیغاتی خبرو په توګه ردی کړی او وویل چی د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، مخکی دی. په عین وخت کی عبدالله هم ویلی دی چی د انتخاباتو د کمیسیون نتایجو ته باید انتظار وایستل شی:

« ښکاره ده چی د ټاکنو د کمیسیون پایلی باید اعلان شی، کله چی ټولی نتایج یی تر لاسه کړل. له جنوب څخه ډیر زیات معلومات نه لرو، له بده مرغه هلته په رایو ورکولو کی ګډون دیر کمزوری ؤ. کومو ځایونو کی چی نتایج یی اعلان شوی دی، زه مخکی یم.»

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د وینا له مخی ګمان نه کیږی چی د سپتمبر له دریمی نیټي څخه مخکی دی د ټاکنو رسمی نتایج معلوم شی..

د افغانستان بهرنیو ملاتړ کونکو له نوموړو دواړو کاندیدانو څخه غوښتی دی چی د ټاکنود نتایجو په هکله له عامه څرګندونو څخه، تر هغه پوری چی رسمی نتایج معلوم شوی نه دی، ډه ډه وکړی.

نړیوالو څارونکو وویل چی د افغانستان ټاکنی که څه هم له یو لړ ګډوډیو او درغلیو سره جوګه وی، خو په عمومی توګه د هغو بهیر د منلو وړ دی.

د طالبانو د واکمنی له نسکوریدو څخه را په دی خوا دا دوهم ځل دی چی د افغانستان د جمهوری ریاست او ولایتی شورګانو لپاره ټاکنی وشوی، خو د پنجشنبی د ورحی ټاکنی په خپل ډول سره لومړی دی چی په خپله د افغانانو له خوا یی بندو بست شوی ؤ.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل