1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاپیسا: موټر بم پنځه تنه ملکي وګړي ووژل

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه

افغان چارواکو خبر ورکړی دی چې یوه موټر بم د جمعې په ورځ په کاپیسا ولایت کې پنځه تنه ملکي وګړي ووژل او ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړل. د دغه برید اصلي هدف د ناټو ځواکونو یو قطار وو، خو په برید کوم بهرنی سرتیری نه دی ژوبل شوی.

https://p.dw.com/p/17RCr
انځور: Reuters

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د کاپیسا والي مهراب الدین صافي، د آلمان خبري آژانس ته ویلی دي چې پېښه د تګاب په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړې ده: «پېښه نن سهار [د جمعې په ورځ سهار] د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه. له دغې سیمه څخه د امریکايي ځواکونو یو قطار تیریده. »

د دغه ولایت امنیتي مسوولیتونه تیر کال له فرانسوي ځواکونو څخه افغانانو ته ولیږول شول. تر هغه وروسته چې فرانسوي ځواکونو دغه ولایت پریښود، امریکایي ځواکونه په کاپیسا کې میشت شول. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې کوم بهرنی سرتیری نه دی ژوبل شوی.

د کاپیسا د امنیې قوماندان ویلي دي چې د چاودنې له کبله د یوه کور دیوال ویجاړ شوی دی چې په پایله کې یې د همدې کور څلورو تنو اوسیدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه زیاته کړې ده چې د پېښې بل قرباني یو لاروی دی.

د ایساف ځواکونو یوه ویاند لیس کارول، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ د رپوټونو په حواله په تګاب ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو پر یوه قطار باندې د موټر بم یو برید شوی دی خو موږ په دې برید کې د ایتلافي ځواکونو د وژل کیدو او یا هم ټپي کیدو په اړه رپوټونه نه دي تر لاسه کړي.»

ښاغلي کارول دا خبره و نه کړه چې پوځي قطار د امریکايي ځواکونو وو او که نه، خو و یې منله چې په پېښه کې یو شمیر ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د دغه برید پړه بر غاړه اخیستې ده. د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، له رسنیو سره په تماس کې ویلي دي چې د برید له کبله ۱۲ امریکايي سرتیري وژل شوی دي، خو طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د ډیرو کسانو د وژل کیدو ادعا کوي.

تر دې مخکې د دوشنې په ورځ په کابل کې طالبانو د دې ولایت د ترافیکو پر ریاست باندې برید کړی وو چې په پایله کې درې تنه پولیس وژل شوي ول.