1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاپیسا: په چاودنه کې پنځه کسان ووژل شول

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي چې له لیرې لارې د کنترول کیدونکي بم د چاودنې له کبله په دې ولایت کې څلور دولتي مامورین او یو ملکي وگړی وژل شوي دي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15HBM
انځور: AP

د کاپیسا والي مهربان الدین صافي، د المان خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په یوه ګڼه ګوڼه بازار کې چاودنه شوې ده.

د کاپیسا د والي په خبره په دې چاودنه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان، د هغه زوی او دوه ساتونکي ئې وژل شوي دي. پر دې سربیره دې پېښي د یوه ملکي وګړي ژوند هم اخیستی دﺉ. په پېښه کې ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

سیمه ییز پولیس د افغان حکومت له خوا رامنځ ته شوي دي او په لیرې پرتو سیمو کې د امنیت د ټینګښت مسئولیت پر غاړه لري. متحده ایالات د محلي پولیسو د جوړولو دپروژې ملاتړ کوي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د دې پېښي اصلي هدف څوک وو، خو په وروستیو کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان او په کابل کې د فرانسې سفیر دې ولایت ته سفر کړی وو. هغوی غوښتل چې د تگاب ولسوالۍ ته ولاړ شي. د کاپیسا والي ویلي دي چې تر دې چاودنې وروسته د افغانستان د اوبو او نرژۍ وزیر او د فرانسې سفیر له دې ولایت څخه کابل ته تللي دي.

تر دې څو ورځې مخکې څلور فرانسوي سرتیري د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې ووژل شول. فرانسه اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتیري لري چې ډیر شمیر ئې د کاپیسا په ولایت کې میشت دي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ په یوه جلا پېښه کې د ائتلافي ځواکونو یو سرتیری په افغانستان کې وژل شوی دئ. د ناټو ځواکونو ویلي دي چې دغه سرتیری د هغو ټپونو له کبله وژل شوی دئ چې د طالبانو په یوه برید کې ئې اخیستي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل