1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کای آيډي:په افغانستان کي د امريکا د ستراتيژي د بدلون پلوي نه کوي

۱۳۸۷ دی ۲۷, جمعه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی کای آيډي ويلي دي چي د افغانستان سره د نړيوالو د مرستي ستراتيژي په عمومي ډول سمه بڼه لري، او ددې اميد سته چي..

https://p.dw.com/p/GZtU
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو څانګړی استازی کای آيډي
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو څانګړی استازی کای آيډيانځور: AP

د امريکا په متحده ايالتونو کي د بارک اوباما، د راتلونکی حکومت سره چي د افغانستان په هکله د هغه هيواد و ستراتيژي ته تغير ورکړي، پدې لاره کي نور هم پياوړي ګامونه واخلي.

پدې لاره کي د امريکا ستراتيژۍ ځکه د پوښتني وړ ګرځېدلې چي د 2001 لومړي ميلادي کال راهيسي چي کله د طالبانو رژيم نسکور سو په افغانستان کي بې ثباتي او لګه درګه لاپسي ډيره سوې ده.

کای آيډي د AFP د خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي:« زه فکر نه کوم چي دغه ستراتيژي دي په بنسټيزه توګه غلطه وي. خو زما په نظر موږ دغه ستراتيژي نه تدبيقو او د وعدې سره سم عمل نه کو.»

د هغه په خبره د افغانستان سره مرسته کونکي هيوادونه دې هوکړي ته سره رسيدلی چي په افغانستان کي بايد امنيتي وضعه چي په هغه کي د پوليسو پياوړتيا شاميله ده، اقتصادي وده او په بشري چارو کي پر مختګ لومړيتوب لري.

نوموړی نارويژی ډيپلوماټ اميد لري چي د اوباما حکومت به په نوي طاقت سره دغه لومړيتوبونه عملي کړي. هغه زياته کړې چي د امريکا د نوي حکومت دراتګ سره سم بهترين وخت دی چي پدې لاره کي ګامونه پورته سي.

پدې اړه چي په افغانستان کي دي د امريکايي عسکرو شمير دوه برابره سي. پدې نظر دی چي و ډيرو عسکرو ته په افغانستان کي د راتلونکو ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال اړتيا سته او پر هغه سر بيره بايد افغان ملي اردو و روزل سي، تر څو ژر تر ژره د بهرنيو ځواکونو څخه د امنيت چاري پخپله غاړه واخلي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو څانګړی استازی کای آيډي، زياته کړې چي نړيواله ټولنه دې نظر ته رسيدلې چي افغانستان و نورو ډيرو مالي سرچينو ته اړتيا لري. د آيډي د څرګندونو سره سم د ټولو مرستو سره سره بايد د يوېخواڅخه افغان حکومت نور مسوليتونه په غاړه واخلي او په دقيق ډول کار وکړي.

آيډي ويلي ترټولو مهمه بياداده چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پاره يوې ستراتيژۍ ته اړتيا سته. چي وروسته بيا افغانان پخپله و کولای سي خپل پيټی پخپله پر اوږو يوسي.