1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کتاب او ادبي مطالعه

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

دا چي کتاب د انسان ملګری دی، کتاب له ټولو سره برابره دوستي کوي، معاصر تمدن کتاب جوړکړی او موږ د خپل ژوند، ذهن، خيال خړوبولو لپاره کتاب ته مخه کو.

https://p.dw.com/p/QpWO

داچي ددې ټولو ښيګنو سره سره بياهم ولي ځوانان ادبي مطالعه نه کوي او وخت نه ورته لري استاد غزيز تحريک يې په اړه وايي:

« ځوانان بايد مطالعې ته وخت پېدا کړي، ځکه مطالعه د پرمختګ او غوړېدو لار ده. خو په يو دم هېڅوک ډېره مطالعه نسي کولای. ښه لاره داده چي يو ځوان په لومړۍ شپه يو مخ، دوې درې شپې يوه نيم مخ او داسې ورو ورو د مېاشتې په پای کي کولای شي، په يوه شپه څلور پنځه مخه ولولي او چې کال تېرېږي؛ نو له کتاب او مطالعې سره به يې مينه پېدا سوې وي.

لوستي ځوانان او بېا په تېره نوي ځوانان په انګليسي او کمپيوټر پوهنه لګيا دي او هغه د چا خبره دا دواړه روزي ګڼي، خو ادبيات، هنر او کلتوري پنځوني لا ددې نه دي، چي ليکوال او پنځونکي ته ډوډۍ او د ژوند اړتياوې برابرې کړي.

خو څو تنو زده­کړيالانو چي نومونه يې وانه خستل داسي نظرونه لرل چي وخت ورته نه لري، مطالعه يې نه خوښيږي يا يې خوښيږي خو وخت ورته نه لري ځکه چي کار بايد وکړي.

پوښتنه داده چي زموږ ژوند يوازي مادي او فزيکي خوراک، څښاک، پوښاک او اوسېدنځای دی، که نه انسان ذاتاً معنا دی او ماده يې پوښښ دی؟ د استاد تحريک په نظر:

« مطالعه د ځوانانو لپاره اړينه ده، ځکه چي ژوند يوازي فزيکي نه دی، معنوي ژور اړخ هم لري او مطالعه يوه لاره ده، چي وګړي ور باندي ځان مومي او ځان پوهني ته لاره پيدا کوي او له خپلو کلتوري، علمي او تاريخي مفاخرو سره اشنا کېږي.

نو ځوان او لا ځوان وګړي بايد يو ځل ځان له دې پوښتنو سره مخ کړي، چي د خپلو غير مادي، غير ذهني اړتياوو او ذوقونو ته بايد خواړه او اوبه له کومه کړي.

لکه د کابل پوهنتون يو تن زده­کړيال احمد چي وايي: زه ادبي مطالعه کوم، يو خو دا چي زه د ادبياتو پوهنځي کي زده کړه کوم او بل دا چي په مطالعې سره کولای سو، ژوندی کلتور او ژوندي عنعنات ولرو.

کتاب ښايي هغه چمتو اوبه وي، چي موږ ور ته ترهرڅه اسانه او مخامخ لاسرسی لرو. نو څومره مو وخت پر کتاب ورکړی. ايا په کتاب کي د خپل سرنوشت موندلو او پنځولو په لار کله کله ورتم سوي يو؟ دا پوښتنه دې له موږ او تاسو سره وي، ترڅو ور باندې فکر وکړو!

هوسۍ وفا/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل