1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراجيچ په ۴۰ کاله بند محکوم شو

۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د جنګي جنایتونو قاضایانو د بوسنیا د صربانو پخواني مشر ردوان کراجيچ، د عام وژنې په جرم په ۴۰ کاله بند محکوم کړ. پر هغه باندي په اروپا کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د تر ټولو سختو جرمونو تور لګیدلی دی.

https://p.dw.com/p/1IJXG
صربانو پخوانی مشر ردوان کراجيچ
انځور: Reuters/R. van Lonkhuijsen

کراجيچ همداراز د قتل او تعقیب په ګډون په نورو نهو جرمونو هم ګرم بلل شوی دی. د جنګي جنایتونو محکمې کراجيچ د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵م کلونو تر منځ د صربیانو له خوا د بیرحمیو طراحي کولو په تور چې په پایله کې یې ۱۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګرم بللی دی.

د ملګرو ملتونو محکمې کراجيچ په ۱۹۹۵م کال کې د ۸۰۰۰ مسلمانو نارینه او هلکانو د وژلو په قضیه کې ګرم وباله. پر هغه باندې همداراز د قتل او ترور جنایي پړه هم اچول شوې ده.

خو محکمې بیا د دویمې عام وژني پړه چې له کبله یې د بوسنیا مسلمانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړه شول، ګرم و نه باله. پر دغه پخواني رهبر باندي ټول ټال ۱۱ تورونه لګیدلي ول چې له کبله یې هغه ته د عمري بند سزا ورکول کیدای شوای، خو پر هغه اوس یوازې نهه جرمونه ثابت شول او ورته د ۴۰ کلونو بند سزا ورکړل شوه.

صربانو د بوسنيا د مسلمانانو پر وړاندې د عام وژنې په څیر جنایتونو لاس پوري کړی وو، خو کراجيچ وایي چې د جګړې پر مهال د هغه اعمال د صربانو د ساتلو په موخه ول.