1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراچي بيا سختو چاودونو ولړزاوه

۱۳۸۹ مهر ۱۶, جمعه

تيره شپه د پاكستان په كراچي ښار كي د شاه عبدالله غازي په مزار كي دننه او دباندي دوې بمي چاودني يو په بل پسې وسوې چي له امله يې 10 كسان ووژل او 70 نور يې ټپيان كړل،

https://p.dw.com/p/PZ62
انځور: AP

دغه بمونه د پاكستان د سندد ايالت په مركز كراچي كي د حضرت عبدالله شاه غازي دمزار سره د اوو بجو په شاوخواكي په داسي حال كي وچاودل چي خلګ د زيارت كولو دپاره راټول سوي وه .

ايالتي مقامات وايي په دغو چاودونو كي د کوچنيانو او دوو ځان وژونكو په ګډون لس كسان وژل سوي ،اوتقريبأ 70 تنه پكښي ټپيان سوی هم دي .

د سند ايالت د كورونيو چارو وزير ذولفقار ميرزا دا پيښه د فرقه ييزو اختلافاتو نتيجه بولي :

ذوالفقار ميرزا وايي لومړى بريد د حضرت عبدالله شاه د زيارت دروازي ته نژدې هغه مهال رامنځ ته سو كله چي امنيتي ځواكونو يو مشكوك تن ودراوه ،اوهغه ځان والوزاوه، دوهمه چادونه سمدستي په زيارت كي دننه د بوټونو اوچپليو په ځاى كي وسوه .

د كراچي د پوليسو د مشر بابر خټك په وينا د دواړو حمله كوونكو سرونه

پيدا سوي چي وايي عمرونه يي د څوارلسو څخه تر اولسو كلونو پوري معلوميږي .

په پيښه كي د كراچي جناح روغتون كي د اِمرجنسي څانګي مسؤله ډاكټره سيمي جمالي وايي : په روغتون كي د لسو تنو مړي پراته دي او څه كم اويا تنه ټپيان تر درملني لاندي دي چي وايي په هغوى كي هم د اتو تنو حالت نازك دى .

تيره شپه ناوخته تر دغو چادونو وروسته په كراچي کښي امنيتي فضا ګډوډه سوه ،چي په ګلستان جوهر، لانډي، او كورنګي سيمو كي فيرونه وسول او دوه ښاري بسونه هم د قهرجنو مظاهره چيانو له خوا وسوځول سول .

په عامو خلګو اوپه خاصه ډول په زيارتو كي د بمي چادونو تر سره كولو په اړه علامه حيدر رضوي وايي چي دايو غير اسلامي او غير انساني كار دى:

په زيارتو كي بمي چادوني يا په بل ځاى كي دا رنګه پيښي كول نه يوازي د پاكستان او پاكستاني ولس خلاف كار دى بلكي دا د ټول مسلمان امت خلاف كار دى ، دا د هغو خلګو خلاف كار دى چي ددين سره محبت او قرابت لري .

د دغو بمي چادونو له امله دسبا څخه په كراچي کښي د سني تحريك او عوامي نيشنل ګوند لخوا د درو ورځو او د مهاجر قومي ممنټ لخوا د يوې ورځي ماتم اعلان سوى دى .

د كراچي د تازه بريدونو پړه پاكستاني وسلوالو طالبانو پر غاړه

اخيستي ده . وسلوالو طالبانو ويلي دي چه دغه زيارت يې ځكه په نخښه كړی چي وايي دبريلوي مسلمانان د طالبانو مخالفت كوي.

د يادوني وړ ده چي دوه زره لسم كال په پاكستان كي تر ټولو خونړى كال بلل كيږي ،ځكه چي په دغه كال كي تقريبأ 335 بمي چاودني سوي دي ،چي لږ تر لږه 1225 كسان يې وژلي دي ،او په زرګونو كسان يې ټپيان كړي دي.

حبيب الرحمن تاثير

کتونکی : محمد قاسم نوري