1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراچِي د اخ او ډب، وژلو او ټکولو ښار

۱۳۹۰ تیر ۱۷, جمعه

په تيرو دري ورځو کي د کراچي په ښار کي د زور زياتي په پيښو کي 70 تنه وژل شوي. پاکستان اوس خپل پوځ ته امر کړي چي د دغه ښار امن وساتي. سياسی ګوندونه د قومي دښمنيو په لمسولو تورن دي

https://p.dw.com/p/11rMm
د کراچی د ښار امنیت ګډوډ شوی
د کراچی امنیت ګډوډ شویانځور: dapd

د پاکستان تر ټولو لوي ښار کراچي کي په تيرو دري ورځو کي د 70 تنو تر وژل کيدو وروسته پوليسو اونيمه پوځيانو یا ملیشو ته د زور زياتي په پيښو کي د ښکيلو کسانو د ويشتلوو امر ورکړل شوي.

په ښار کي د برلاسي سياسي ګوند «متحده قومي غورځنګ» یا «Movement»

(MQM) د تيري ورځي د وژنو په اړه ننۍ ورځ د وير په توګه د لمانځولو تر اعلان وروسته په ښار کي د ټولو تجارتي مرکزونو سربيره، دوکانونه، پټرول پمپونه تړل شوي او د موټرو تګ راتګ په ټپه ولاړ دي.

د دغه تاوتريخوالي پړه په سياسي لږکي ګوندونو وراچول شوي. د اردو ژبی MQM او د پښتنو عوامي نيشنل پارټي ANP د ګوندونو تر منځ تاو تريخوالي تر ډير لوړ حده رسيدلي. دغه دواړه سياسي ډلي د يو بل په وژنو تورني دي.

د سند د ايالت د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن رويټرز خبري اژانس ته ووِيل:

«مونږه امنيتي ځواکونو ته امر کړي، هر هغه څوک چي په دغه پيښه کي ښکيل وي ودی ویشتل شی.» هغه زياته کړي « په ښار کي د زور زياتي د پيښو د مخنيوي لپاره د پوليسو او د نظم ساتونکو تر څنګ د سرحدي ځواکونو 1000 نوراضافي سرتیری راغوښتل شوي دي.»

ميمن وویل چي په تيرو دري ورځو کي د کراچي په ښار کي 70 تنه وژل شوي او په لسګونو تنه ټپيان شوي. هغه زياته کړه:« يواځي پرون 37 تنه وژل شوي دي.»

د کراچي ښار نفوس تر 18 ميلونو خلکو اوړي، دغه ښار په تيرو وختونو کي هم د ژبني او سياسي تاو تريخوالي شاهد پاتي شوي.

تر دي يوه ورځ وړاندي د کراچي ښار د پوليسو په وينا تر اوسه پوره يي دولس تنه د وسلو سره د شک په تور نيولي چي په قصدی وژنو کي لاس لري. پوليس او نيمه پوځيان په سيمه کي په ګزمو بوختي دي تر څو د د تاوتريخوالی مخه ونيول شي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسون وويل، چي يواځي د روان کال په نيمايي کي 490 تنه د هدفي وژنو ښکار شوي دي. په تير کال کي 748 تنه او همدار راز په 2009 م کال کي 272 تنه وژل شوي ول.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم