1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراچۍ کې زرګونه سپي په زهرو وژل شوي دي

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې تر زرو زیات سپي د زهرو ورکولو له لارې وژل شوي دي. د کراچۍ د ښاروالۍ د کارکوونکو په وینا دغه گام د سپو له لاسه د ماشومانو او ښځو داړولو تر شکایتونو وروسته اخیستل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2RUGg
Pakistan - Ein Stadtarbeiter entsorgt Kadaver der vergifteten Straßenhunde
انځور: Reuters/A. Soomro

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کراچۍ ښاروالۍ په لومړۍ مرحله کې ۱۰۵۰ سپي په زهرو وژلي دي او په راتلونکي وخت کې به ۲۰۰۰ نور سپي له منځه وړل کیږي.

د ښاروالۍ د یوه جگپوړي چارواکي ریحان هاشمي په خبره دوی ته د سپو د داړولو ډیر زیات شکایتونه شوي دي. د هغه په خبره له دوی سره په دومره ډیر شمیر کې د بې څښتنه سپو چې د کوڅه ډب یا ایله سپیو اصطلاح هم ورته کارول کیږي د وژلو پرته بله حل لاره نه شته. د هغه په خبره له دوی سره دومره امکانات هم نه شته چې د بې څښتنه سپو له پاره د ساتلو کوم ځای برابر کړي.

په کراچۍ کې د «اینیمل کیئر سنټر» یا د څارویو د پاملرنې مرکز مشره اسما گهي والا، وایي چې هر کال په دغه ښار کې د سپیو د داړولو شاوخوا پنځلس زرو پیښو رپوټ ورکول کیږي. د ریحان هاشمي په خبره سپي هم ژوندی موجود دی او که چیرې له دوی سره بله د حل لاره وای، نو هغوی به نه وژل کیدل.

د نوموړي خبري آژانس په وینا په پاکستان کې عموما د څارویو حقوق له پامه غورځول کیږي، او یوازې د گوتو په شمار څو تنه فعالان د دې حل لارې موندلو په لټه کې دي چې بې څښتنه سپي ونه وژل شي.

په پاکستان کې ځینې خلک له مذهبي اړخه سپي ناپاک گڼي او یوازې د شتمنې طبقې ځینې خلک سپي د کورني حیواناتو په توگه او یا ځینې خلک یې یوازې د پهره دارۍ له پاره ساتې. نو له دې کبله د ښاروالۍ له لوري د هغې د وژلو پر ضد ډیر غږ نه راپورته کیږي. د یوې وړاندوینې له مخې په کراچۍ کې ۳۵ زره بې څښتنه سپي شتون لري