1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کراکر: که طالبان وجنگيږي وژل کيږي

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

په کابل کي د امریکا سفارت وایي چي د حقاني شبکه تر ټولو بده او خطرناکه تروریستي شبکه ده، چي په خبره ئې هره ورځ تر بلي نوره هم پیاوړې کیږي.

https://p.dw.com/p/14hAx
انځور: AP

د امریکا سفارت وایي چې د پاکستان په مرکزي سیمو کي باید د دغي ډلي پر وړاندي لازم اقدامونه تر سره شي.

په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۹) په کابل کې په یوه خبري غونډه کي وویل چي پر کابل او د افغانستان پر درو نورو ولایتو د تیر یکشنبې په ورځ بریدونه، د حقاني د شبکې له خوا پلان شوي ول:

«موږ د دې پلان په اړه مخکیني معلومات نه درلودل خو موږ ټول پوهیږو چي د حقاني شبکه پخوا هم په افغانستان کي د بریدونو مسئوله وه. په دې اړه هیڅ ډول شک موجود نه دئ چې د حقاني ډله د یکشنبې د ورځي د بریدونو مسئوله ده.»

د امریکا سفیر وویل چي دغه بریدونه په افغانستان کې نه، بلکي د پاکستان په میرانشا کې پلان سوي ول. هغه زیاته کړه چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیري د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیري سره خبري اتري کړي دي او هغې ورته ډاډ ورکړی دئ، چي د حقاني شبکې د بریدونو مخه به نیسي:

«دا پاکستان ته متوجه یوه پوښتنه ده چي دغه ستونزه حل کړي. دا پخپله په پاکستانیانو پوري اړه لري چي داسي گامونه واخلي، چي گواښونه نه یوازي په امریکا او افغانستان، بلکي پخپله پاکستان کي هم له منځه ولاړ شي.»

په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو سفیر وویل، چي افغان امیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځي د بریدونو په ځپلو کي خپل وړتیا په ښه ډول وښووله. د هغه په خبره وروستي بریدونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو بریا او د حقاني د ډلې ماته ده.

له طالبانو سره خبرو ته لیوالتیا نه لرو

په کابل کي د امریکا سفیر وویل چې په افغانستان کې یوازي د سولي یو بهیر د پلي کیدو په حال کي دئ چي هغه د افغان حکومت له خوا پر مخ بیول کیږي. دا په داسي حال کي ده چې تیره اونۍ په افغانستان کي د امریکا د سفیر مرستیال ویلي ول چي که چیري طالبان وغواړي نو امریکا چمتو ده، چي له هغوی سره د سولي خبري اتري له سره پیل کړي.

راین کراکر وویل: «موږ له طالبانو او هغو نورو ډلو سره چي زموږ له ځواکونو سره په جگړه کي دي مستقیمو خبرو اترو ته لیواله نه یو.»

کراکر د حقاني له ډلي سره د خبرو اترو په اړه وویل، چي که دغه ډله خپلو بریدونو ته دوام ورکړي له هغوی سره به خبري اتري و نه شي خو د هغه په خبره کي د حقاني ډله خپل بریدونه ودروي نو دغه پریکړه بدلیدای شي.

د هغه په خبره د سولي د خبرو اترو د بهیر پر مخ بیول د افغان حکومت کار دئ او که په دې بهیر کي له امریکا څخه مرسته وغوښتل شي نو له افغان حکومت سره به مرسته وکړي.

اوس د سولي د عالي شورا يو پلاوی په امریکا کي دئ. کراکر وویل چې دغه پلاوی به له امریکایي لوړپوړو چارواکو سره خبري اتري وکړي. د هغه په خبره دا یو فرصت دئ چي د سولي د شورا غړي له امریکايي چارواکو سره خبري وکړي. کراکر وویل چي جنگ او خبري اتري دواړه پر یوه وخت پر مخ بیول کیدای شي چي د دښمنانو شمیر راکم شي.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل